دینې لیکنې

مسلمان ریچارډ

لیکنه: منی عبدالرحمن - ژباړه: محمد خالد – خالد

د اسلام د ډېر بد اېسېدلو له امله یې د کلیزې په ورځ خپل مېړه ته د ملحد سلمان رشدي ناول( شیطاني آیتونه) ډالۍ کړ، چې د قرآن کریم سپکاوی یې په کې کړی دی، خاوند یې ریچارډ ویرلي د بریتانیا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ډلې یو مفتش و. هغه په دې عادت دی،چې تور د تورن له خبرو وپېژني نو د دې لپاره تورن( قرآن کریم) ته ورغی، په دې ډول ریچارډ مسلمان شو او دفاع یې ترې پیل کړه، په هر مناسبت کې به یې قرآن کریم را اخیستی و او په ویاړ به یې ویل: دا زموږ هغه کتاب دی،چې ایمان پرې لرو. د مېرمنې بدبختي یې دا هم وه ، چې د خاوند یې له فزیک سره سروکار و، د الله ج  کړه و، سترګې یې په هغو ایتونو ولګېدې چې د ده ژوند یې واړاوه:( ایا کافران په دې نه پوهېږي، چې دغه اسمانونه او ځمکه یو له بله سره نښتي وو، بیا موږ دواړه بېل کړل.او له اوبو مو هر ژوندی شی پیداکړ. آیا هغوی [زموږدغه خلاقیت] نه مني). {انبیآء/۳۰}.

او آسمان مو په خپل قدرت سره جوړ کړی دی او موږ ددې وس لرو.

او غرونه ( په ځمکه کې) د مېخونو په څېر خښ کړي دي.

دغه جمله به یې تل ویله: درې جملې دي چې زما ژوند یې واړاوه، ده ولیدل چې دغه درې ایتونه په فلکیاتو کې درې نظريې: بېلېدل، د کون پراختیا او د سیارو توازن را اخلي، بیا یې وویل: انسانانو ته ناشونې ده چې ۱۴۰۰ کاله پخوا دا وپېژني. په حقیقت کې دا یوازې د ده د ښځې بدبختي نه ده بلکې دا د الله ج  قانون دی چې: د حق هر پلټونکي ته لارښوونه کوي او هر وخت یې چې پر دین برید وشي نو نور هم ستر شي.

ریچارډ هغه ورځ راښیي چې په کې مسلمان شو، ریچارډ چې په عربو او مسلمانانو کې په راشد مشهور دی وایي چې: د ۱۹۹۳ کال د اګسټ ۱۹ د ده په ژوند کې یوه بېله شیبه ده ځکه چې د ایمان خوند او د نفس پاکوالی یې په کې وڅاکه، په یوه ځانګړې مرکه کې وایي: زه له ډېرو لوستلو او فکر کولو ورورسته مسلمان شوم، زه د انګلستان د اکسټر پوهنتون د جیولوژي فارغ یم، کله کله چې له اسلام سره د ترهه ګريۍ تور ګورم مایوسه غوندې شم.

ریچارډ په ورو او لړزانده غږ د هغه وخت کیسه کوي چې : ځان یې د نیمه شپه د کعبې په وړاندې ولید، هغه له مسلمان کېدو ۱۷ کاله وروسته عمرې ته لاړ: نه پوهېږم څه راسره وشول چې زه یو ښه او فعال پوځي افسر وم، خپل ځان مې ولید چې : سخت یې ژړل او له سترګو یې اوښکې روانې وې، تر اوسه د هغې ښکلا راز رامعلوم نه شو چې هغه وخت له ساحې چاپېره و ، د وخت شیبې مې مخې ته ودرېدې، د جنوري په میاشت کې مې یوه شپه  دوې نیمې بجې طواف پای ته ورساوه، ذبح مې وکړه، وېښته مې کم کړل او داسې احساس مې وکړ چې الله ج ته ډېر زیات نژدې یم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button