
مسکو غواړي د اوکراين ډېری سيمې خپلې کړي
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودوف له اوکراین څخه د څلورو نیول شویو سیمو د نیولو د کالیزې په مناسبت یو پیغام کې ویلي، چې مسکو له روسیې سره د اوکراین د لا ډېرو سیمو د یوځای کېدو پلان لري.نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې وړمه ورځ د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په اوکراین کې د څلورو سیمو خارسون، زپروژیا، دونتسک او لوګانسک د نیولو او د روسیې له فدراسیون سره د یوځای کېدو د لومړۍ کالیزې له امله د روسیې خلکو ته مبارکي ورکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د نورو سیمو د اوسېدونکو په شان به د دغو سیمو اوسېدونکو ته هم د پام وړ خدمات وړاندې کړي.روسیه په داسې مهال د اوکراین پر وړاندې روانه جګړه کې ځان بریالی ښيي، چې تازه د امریکا کانګرس د دغه هېواد د بودجې په لنډمهالي تمدید کې اوکراین سره مرستې نه دي شاملې کړي، هغه څه چې د بایډن اداره یې اندېښمنه کړې او ویلي یې دي، چې په هېڅ صورت به اجازه ورنکړي، چې دغه مرستې وځنډول شي او د نورو لارو د لټون غوښتنه یې کړې ده.