لیکنېمقالی اوتبصرې

مشران مو د ستایلو وړ دي

یقیناً زموږ د واحد اسلامي نظام مشران داسې څوک دي، چې د دې سپېڅلي صف د اتفاق او اتحاد ساتلو لپاره یې په خپل سر او مال درېغ نه دی کړی. له خپل اولاد، کورنۍ، شان او شوکت هر څه تېر شوي؛ خو دې صف ته ژمن پاتې شوي او دښمن ته یې اجازه نه ده ورکړې، تر څو د دوی په منظم صف کې درز واچوي او په څو ډلو یې ووېشي. کفارو په رنګارنګ لباسونو او څېرو غوښتل، چې دغه سپېڅلی، منظم او متحد لښکر بدنام کړي؛ خو لله الحمد! زموږ مشرانو ډېر با تدبیره او هوښیار ګامونه پورته کړل او په دغه ستر امتحان کې کامیابه او خپل ابدي دښمن ته یې پر مخ داسې درنه څپېړه ورکړه، چې راتلونکو نسلونو ته به یې هم د عبرت درس وي. همدې کفارو په هر زمان کې د مسلمانانو په خلاف سازشونه په کار اچول، لکه په هغه پلان کې، کله چې مجاهدین د شوروي یرغل پر خلاف وجنګېدل او د وخت سوپر ځواک یې له خاورو سره خاورې کړ؛ نو مکار دښمن یو پلان په کار واچاوه، هغه داسې چې هسې نه په ټوله نړۍ کې یو ځل بیا اسلامي نظام قایم شي او د نړۍ کفارو ته یو سرخوږی جوړ شي، نو خپلو کې یې داسې فیصله وکړه، چې راځئ! دا بریالي مجاهدین د واک او منصب لپاره په خپلو کې وجنګوو او دغه بریا یې په ماتې وربدله کړو، ترڅو یو واحد اسلامي نظام قایم نه شي، چې همداسې وشول. ځینو ماده پرستو او منصب پرستو مشرانو د واک ترلاسه کولو لپاره، یو بل ته داسې کلک سنګر ونیو، چې تا به ګمان کاوه، له خپل ازلي دښمن سره په جنګ دي. په دغو داخلي جنګونو کې په لکونو افغانان مړه، زخمیان، معلول او مهاجر شول او د ګل په شان ښکلی هېواد مو لوټې، لوټې شو. الله جل جلاله دې له هغو خاینینو سره سخت حساب
وکړي.
زموږ مشران د دې هېواد اصلي بچیان دي. خپلواکي، ازادي او افغاني غرور یې په خټه کې نغښتی دی. د هېچا غلامي قبلولی نه شي. که هر څومره کمزوري شوي هم دي؛ خو خپل افغاني غرور اجازه نه ده ورکړې، چې چا ته دې سر ټيټ او د هغوی تر امر لاندې دې کار وکړي.
د همدغو سپېڅلو مشرانو قرباني او اخلاص و، چې الله جل جلاله د یو ازاد او خپلواک هېواد څښتنان کړو. ځینې ناپوهه هېوادوال مو د دښمن په تبلیغاتو خطا شوي؛ وایي، چې قربانۍ کشرانو ورکړې او اوس مزې مشران کوي. د جهاد په دوران کې مو دا مشران چېرته و. سختۍ او تکالیف به کشرانو تېرول او مزې به دوی کوي. نه، داسې نه ده!
زه همدې ناخبره وروڼو ته وایم، کله به چې د دین او هېواد دښمنانو ویل، چې زه به هلته د طالبانو مشران ومنم، چې کله دوی هم خپل زامن لکه د نورو خلکو د زامنو غوندې فدایي او استشهادي کړي، مشران یې لګیا دي د خلکو زامن وژني او خپله کراره ناست دي، مزې کوي.
خو دوی خطا وتلي دي، ځکه زموږ امیرالمؤمنین (شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله) خپل د زړه ټوته(زوی) په همدې لاره کې فدا کړ. د دین او هېواد په دښمنانو یې فدایي عملیات ترسره کړل. همدارنګه زموږ شهید امیر( ملا اختر محمد منصور) تقبله الله په دې لاره کې، خپل ځان لولپه کړ او همدارنګه د اسلامي امارت بنسټګر ستر غازي (ملامحمد عمر مجاهد) رحمه الله د یو عرب مېلمه لپاره خپله پاچاهي قربان کړه، که چېرته مشران مو د منصب او چوکۍ شوقیان وی؛ نو ولې به یې د یو مسلمان عرب ورور لپاره ټوله پاچاهي قربانوله، د امریکا څخه به یې ډالر ترلاسه کړي و، لکه (دوه مخی ګاونډی هېواد، چې په میلیونونو ډالر یې د مجاهدینو په بدل کې له کفارو واخیستل او هغوی ته یې لاس تړلي وسپارل) دوی به هم مېلمه ورته سپارلی و.زموږ مشران هغه څوک دي، چې د خپل هېواد او اسلامي امت سره یې بې درېغه مینه په خپلو افعالو او اقوالو کې له ورایه ښکاري. د اخلاص او ژمنتیا ښې بېلګې یې د زلزله ځپلو، سېلاب ځپلو او خپل هېواد ته بېرته راستانه شوو هېوادوالو سره، د دوی معامله وه. د خپلې خولې ډوډۍ یې ورسره شریکې، د خپل تن لباس یې ورسره نیمايي او د خپلو سرونو په قیمت یې د هېوادوالو ژوند ژغورل دي. په اوسنيو سېلابونو کې، چې مسؤلینو مشرانو کوم خدمتونه خپل هېوادوالو ته وکړل او کوم د دعا لاسونه، چې د دوی په حق کې اوچت شول، دا لاسونه به د زړه له تله تل د سلام او دعا لپاره هسک وي، ځکه دوی له یوه داسې اسلامي حکومت څخه برخمن دي، چې د دوی د ځان، مال، نفس او عیال ساتنه کوي. دوی هم او مالونه/حیوانات یې هم د واورې منځ کې بند پاتې و، مسؤلینو د خپلو کورونو څخه خواړه او اولیه توکي ورته راوړل او بند پاتې وروڼه یې له یادو ساحو امن ځایونو ته انتقال کړل. که زموږ مشران د خپل هېواد او خلکو سره وفاداره نه وی؛ نو اوس به یې د تېر جهاد ډېری مشرانو غوندې خپل کړی جهاد او د شهیدانو وینې خرڅې کړې وې. کله چې امریکا+ ناټو په افغانستان حمله وکړه، زموږ مشرانو د دنیوي ژوند او مزایاوو په مقابل کې د اخرت ژوند او زندانونه غوره وګڼل او په لسګونو مشران مو، چې اوس د واک په ګدۍ ناست دي، د تورو تمبو شاته واچول شول. د هغو خلکو لپاره، چې وایي: مشرانو یې مزې وکړې او کشران غریبان یې وژل کېږي؛ ښې بېلګې ملا عبدالغني برادر، مولوي خیرالله خیرخواه، ملافاضل مظلوم یار او … نور دي. دا څوک وو؟ کشران وو؛ که مشران؟
قدرمنو! راځئ خپل مشران وستايئ او په نېکو کارونو کې یې ملاتړ وکړئ. خپلې نېکې مشورې ورسره شریکې کړئ او که په کوم ځای کې درته نقص معلوم شو، د اصلاع غوښتنه او سالم انتقاد وکړئ.زه د داسې غیرتي او اېماندارو مشرانو تر امر لاندې خدمت کولو باندې ویاړم، ترڅو چې دوی خپل هېواد او مسلمه امت ته وفاداره وي، ملاتړی به یې یم.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *