شعرونه

مظلومې اوښکې

جار دې شم برما او فلسطین خورې

نۀ اوري هیڅـوک ستـا د ژړا چیغې

ویـرې د مـرگ واړه غلي ڪړي دي

نـه اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

غـم د انتـقام چـــاسره نشته دی

فـکر د اقـدام چــاسره نشته دی

رسي یې غـوږونـو ته دا ســتا چیغې

نـه اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

ظـلم د یهـودو او هــندوانو اخ

هـلته د بې دینـو چیــنایانـو اخ

څنــگه به یې هیـرې شي بیـا دا چیغې

نـــۀ اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

بندې دروازې داسې حیران ښکاري

بـیـتُ المقدس مو بندیوان ښکاري

نشتـه د جـهــاد او ‌د غـــزا چیــــغې

نـه اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

بیـا صــلاح الـدین ایـوبـي غــــــواړي

د طارق او معتصم غوندې زلمي غواړې

دا مظلومې اوښکې د اقصی چیغې

نـــۀ اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

زموږ مسلمه خور د مسلمانه ده

مظلـومـه عـافیه مـو بنديـوانه ده

ویې کړې ٱمت ته له کیوبا چیغې

نـــه اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

فرض جهاد په هر یو مسلمان دی نن

هاغه که بوډا دی او که ځوان دی نن

وکــړئ د قیـام د سپین سبا چیــغې

نـه اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

نه ارزي دا ژوند په خم سترگۍ روره

فـانـي ده او نیـمـگـــړې دنیاگۍ روره

«نظامه» د غیرت وکړه رښتیا چیغې

نـــۀ اوري د وا مـعـتـصـمـا چـیـغــې

ش/نظام الدین شریفي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close