تاریخ او جغرافیهلیکنې

معلوماتو ته لاسرسی ۶/۱۰/۱۳۹۹ لمریز کال

پر ګران هېواد افغانستان د غربي اشراباڼو یرغل او په وړاندې یې د افغان مسلمان ولس جهاد هېڅ د پرتلې وړ نه و یو خوا د نړۍ تر ټولو پرمختللی اقتصاد، په عصري ټکنالوژۍ مجهز ځواکونه، د نړۍ په کچه د جاسوسي شبکو پراخ جال او له هر پلوه په امکاناتو سمبال غلیم او بلې خوا ته مجاهدین چې د داسې دښمن لپاره یې هیڅ محسوس مادیات په اختیار کې نه لرل.
د نظامي چارو پوهانو له نظره د جګړې د ګټلو او د مقابل لوري د ځپلو لپاره تر هر څه وړاندې قوي استخباراتو ته اړتیا شته.
اوس به راشو چې د امریکایي، ناټو، او داخلي مرتزقه و د عملیاتو، پلانونو، دسېسو او په جګړو کې د دوی د زیانونو نه د خبرېدلو لپاره موږ له کومو لارو چارو نه کار اخیست؟! او دا هم باید واضحه شي چې موږ په پیل کې د استخباراتو په نوم نه کومه ځانګړې اداره او نه هم ددې کار لپاره مشخصه بودجه، د کشف عصري آلات او امکانات لرل بلکې د هرې سیمې مجاهدینو په خپل شخصي ابتکار دا چاره سرته رسوله.
ډېر ځله موږ ته د دښمن د عملیاتو او چاپو په هکله معلومات په لاس راتلل چې دا به د دویم او درېیم لاس معلومات و چې دا معلومات به د مختلفو کسانو په منځګړتوب موږ ترلاسه کول، د بېلګې په توګه :
۱- د قومي مشرانو نه چې اکثر وخت د مجبوریتونو په اساس د کابل ادارې او مراکزو ته تلل او د دې مجبوریت نه یې په استفادي د دوی په منځ کې ځانګړو افرادو سره تودې اړیکې جوړي کړې وي چې هغوی به وخت ناوخت د مجاهدینو په هکله د ځینو پلانونو معلومات ورکول او دې قومي مشرانو به مجاهدینو ته د دښمن د دا راز کړنو راپور ورکاوه.
۲- د کابل ادارې په مختلفو پوستونو کې ځینو منسوبینو، قوماندانانو او مطرحو شخصیتونو د قومي، سمتي، ژبني یا اسلامي اخوت او جذبې په احساس د خارجي او داخلي ځواکونو ځینې رازونه بعضو مشخصو مجاهدینو ته افشا کول.
۳- کلیوالو، د لویو لاریو موټر چلوونکو، دوکاندارانو او عامه وګړو چې د دښمن کوم مشکوک خوځښتونه به یې تر سترګو شول او یا به یې د دښمن کومه تلاشي، کمېن او نور فعالیتونه ولیدل په داوطلبانه توګه به یې مجاهدینو ته خبر ورکاوه.
۴- د دښمن د ملي امنیت (خاد) له کارمندانو څخه ځنې خبرې په خصوصي مجالسو یا تلفوني اړیکو کې ویل کېدلې چې بیا به د خلکو لخوا موږ ته را رسول کېدلې.
۵- بعضي موتړوانان چې کله به دښمن کوم توکې په لاس ورکړل چې د دوی پوستو او قرارګاوو ته یې ورسوي نو بیا به یې اړیکې ورسره پیدا شولې او ډېر حالونه به یې ځنې ټولول.
۶- ځنې کومڼدو عسکر چې به د خارجیانو سره په عملیاتو کې ښکېل و هغوی به هم کله ناکله د دوی له پلانونو د مختلفو لارو پرده، پورته کوله. خلاصه دا چې تر ډېره به همدې ساده او غیر رسمي لارو د دښمن له ډېرو فعالیتونو مجاهدین خبرېدل حتا ځنې وختونه خو به دا معلومات دومره حساس و، چې دښمن ته به د غټ سرخوږي لامل شو.

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *