
ملا برادر اخند له احمدیان سره په بېلابېلو مسایلو غږېدلی
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رئیس علي اکبر احمدیان سره وکتل.دواړو لورو د دغه کتنې پر مهال پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې دي او دا هڅې لا هم دوام لري.د نوموړي په خبره، افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده، چې د دغه موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه ګډ کار وکړي.ملا عبدالغني برادر همدارنګه له ایران اسلامي جمهوریت څخه د کډوالو د کوربه توب له کبله مننه وکړه.په ورته وخت کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا رئیس په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته یې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړ.نوموړي همدارنګه د ترانزیټ موضوعاتو ته په اشارې سره وویل: (ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري، چې چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانه سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي).د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه باید له راغلي فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخلي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.