افغانستان

ملا خیرالله خیرخواه: له نړۍ سره د متقابلو اړیکو پراختیا غواړو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ناروې د شاهي سفارت له شارژدافیر پاول کلاومن بکن سره په کتنه کې وویل چې د نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام په نظر کې نیولو سره د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا غواړو.په دې کتنه کې د ناروې د شاهي سفارت شارژدافیر پاول کلاومن بکن د نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزه، امنیت تامین، ټولګټو پروژو پلې کول او د مالي او بانکي سېستم مدیریت یادونه وکړه او دا یې د افغانستان په پرمختګ کې مهم وبلل.پاول کلاومن بکن د افغانستان په اړه د دوحې د دوهمې ناستې په اړه چې ټاکل شوې د فبرورۍ له ۱۸ څخه تر ۱۹مې نیټې پورې د ملګرو ملتونو په نوښت د ٢٢ هېوادونو استازو په ګډون ترسره شي د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او د دې غونډې جوړېدل یې د افغانستان لپاره مهم وګڼل. ورته مهال داطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خيرخواه د قطر په مذاکراتو کې د ناروې هېواد د ارزښتناک رول د ستاینې ترڅنګ، د افغانستان او ناروې ترمنځ د ښو اړيکو یادونه وکړه او ویې ویل چې خبرې اترې او تفاهم د ستونزو او ننګونو اساسي حل دی.
خیرخواه زياته کړه چې له جګړې وروسته هر هېواد له ستونزو سره مخ وي خو ورو ورو له ستونزو خلاصېږي او الحمدالله افغانستان له ۴۰ کلنې جګړې وروسته اوس داسې نظام لري چې په ټول هېواد واکمن دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *