
ملا عبدالغني برادر اخوند هرات کې؛ د هرات نړېدلي کورونه په اساسي ډول جوړوو
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت مقام کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دغه ناسته کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس اخوند، د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او د یاد وزارت اداري مرستیال … 5مخ
مولوي نور جلال جلالي، د هرات والي شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار، د علماوو شورا رییس او غړو، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومندان، سپینږیرو، مشرانو، د خصوصي سکټور استازو او ګڼو ملکي او امنیتي مسولینو ګډون کړی و.
ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې ویلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله زموږ هېوادوالو ته بې شمېره ځاني او مالي تلفات اوښتي.
موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خپله خواشیني څرګندوو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې صبر جمیل او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.
نوموړي زیاته کړې؛ زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی.
موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو.
ښاغلي برادر ویلي؛ موږ که له یوه لوري له دې لویې غمیزې سره مخامخ شوي یو، له بل لوري مې د خوښۍ احساس ځکه وکړ چې د هرات د ولسونو ترمنځ مې مینه، یووالی او یو د بل لاسنیوی ولید، چې ویاړ او فخر مې پرې وکړ.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په وینا؛ موږ له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه زنده جان ولسوالۍ ته لاړو، هلته مو زیانمنې شوې سیمې او متضرر شوي هېوادوال له نېږدې ولیدل او د شهیدانو د جنازې په لمانځه کې مو ګډون وکړ.
وروسته د زخمیانو د احوال اخیستو په موخه د ولایت حوزوي روغتون ته لاړو او د زخمیانو د درملنې په موخه مو طبي ټیمونو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې انشاءالله په ښه ډول به یې درملنه او تداوي وشي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د متضرر شویو هېوادوالو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات پر کار اچولي، ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې لګیا دي، چې دوی ته عاجلې مرستې ورسوي او تاسو ته ډاډ درکوو، چې د وران شویو کورونو په بدل کې به په اساسي ډول د سرپنا ځایونه درته جوړ کړو.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، چې ټولو امارتي مسولینو ته مو لارښوونه کړې، تر څو راټولې شوې مرستې په شفاف ډول پر مستحقو هېوادوالو ووېشي او په دې برخه کې مو یو کمیسیون هم ګمارلی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې له زلزله ځپلو سره یې د خپل وس مطابق کمک کړی، مننه کړې او یوځل بیا یې په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او موسسو غږ کړی، چې په دې سخت وضعیت کې د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او ژوند یې وژغوري.
دغه راز نوموړي له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ادارو څخه هم غوښتي، چې له زلزله ځپلو افغانانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د دې سترې غمیزې پر مهال یې لاسنیوی وکړي.