
ملا عبدالغني برادر: افغانستان تازه د بیارغېدو پړاو ته داخل شوی
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال واي چې افغانستان یو ځل بیا د رغېدو مرحلې ته ور ګرځېدلی دی.
ملا عبدالغني برادر دا خبرې نن د امام ابوحنیفه (رح) دوهم نړیوال نندارتون د پرانیستغونډې پر مهال وکړې.
نوموړي وویل چې حکومتونه په کور دننه او بهر کې د بازار موندنې په خاطر نندارتونونه جوړي چې په مرسته یې صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات خلکو ته ور وپېژني.
ده وویل: اسلامي امارت هم د نندارتونونو جوړولو لړۍ پیل کړې او دا تر ټولو لوی نندارتون دی چې شاوخوا ۶۰۰ غرفو پکې بیلابیل صنعتي او کرنیز توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
نوموړي همداراز وویل چې د شانګهای سازمان هم په دې نندارتون کې د ګډون غوښتنه کړې وه، چې موږه یې دا اقدام ستایو.
ښاغلي برادر زیاته کړه چې د اسلامي امارت له راتګ سره امنیت ښه شوی او په ټول هېواد کې پانګونې او کان کیندنې ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې چې له برکته یې افغانستان تازه د بیا رغېدو مرحلې ته داخل شوی.
نوموړي افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ لپاره تر ټولو خوندي لاره وبلله او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې به نور سهولتونه هم رامنځته شي.
ده همداراز د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته لارښوونه وکړه چې د ارزګان او زابل ولایتونو په څير بغلان کې هم ژر تر ژره د سوداګرۍ خونه پرانیزي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو افغان او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړه چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
باید وویل شي چې د امام ابوحنیفه (رح) نړیوال نندارتون کې سلګونه غرفې ځای پر ځای شوې چې بېلا بېل کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور ملي محصولات او تولیدات پکې د سرطان میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې نندارې ته وړاندې کیږي.
دا ځل په نندارتون کې د کورنیو صنعتکارانو ترڅنګ د ایران، ترکمنستان، ترکیې، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو صنعتکارانو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.