راپورونه

ملا عبدالغني برادر بغلان کې له سېلاب ځپلو سره کتلي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ وړمه شپه بغلان ته ورسېد.

ملاعبدالغني برادر اخوند د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې اړوندو ادارو ته یې دنده سپارلې تر څو ژر تر ژره زیانمنو ته مرستې برابرې کړي. ښاغلي برادر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته تر څنګ ولاړ دی، تر څو مو ژوند عادي حالت ته راوګرځي. نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د زیانمنو هېوادوالو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات په کار اچولي او ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې بوختي دې، چې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسوي. اقتصادي مرستیال یو ځل بیا په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسسو غږ کړی، چې په سخت وضعیت کې د زیانمن شویو افغانانو لاسنیوی وکړي او خپلې مرستې ونه سپموي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button