افغانستان

ملا عبدالغني برادر: د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان حاکمان نه، بلکې د ولس خادمان دي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بغلان د علماوو شورا له غړو سره په کتنه کې ویلي چې نوموړی او ټیم یې د سېلاب ځپلو تسلیت ته نه دي راغلي، بلکې د بغلاني ولس چوپړ او ملاتړ ته راغلي دي.

ملا عبدالغني برادر ویلي: زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی چي په سختو ورځو کې خپل ولس سره مرسته او د هغوی ملاتړ وکړو.

ښاغلي برادر زیاته کړې چې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان حاکمان نه، بلکې د ولس خادمان دي.

بل خوا د بغلان د علماوو شورا غړو د اسلامي امارت د رهبرۍ له خواخوږۍ او پر وخت د مرستو له رسولو مننه کړې ده. ددې شورا غړو ویلي چې د بغلان ولسونه د اسلامي امارت ملاتړ کوي او ترڅنګ یې ولاړ دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button