افغانستان

ملا عبدالغني برادر : د هېواد پر اقتصادي ودې د نړۍ اعتراف

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یې داسې کار کړی چې نړۍ هم اعتراف کوي. ښاغلي عبدالغني برادر زیاتوي: د افغانستان اقتصاد مخ پر وړاندې روان دی او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره یې ټول هغه شرکتونه فعال کړي، چې له شنډېدو سره مخ وو. نوموړي زیاته کړې، د دولتي شرکتونو په بیا راټولېدو او فعالیدو سره یې له یوې خوا دغه شرکتونه له ویجاړېدو ژغورلي او له بلې خوا یې د هېواد په اقتصادي وده کې څو ګامونه اوچت کړي. اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې دولتي شرکتونه به نور هم پیاوړي کړي، تر څو د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره په پوره ډول چمتو شي. ښاغلي برادر اخوند همداراز ویلي، د دولتي شرکتونو په بیا فعالیدو سره به د هېواد اقتصاد مخ پر ودې روان شي او هېواد به د ځان بسیاینې پر لور ولاړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button