
ملا عبدالغني برادر د پاکستان دفاع وزیر ته:د پاکستان په زندانو کې افغان بندیان دې خوشي شي
د پاکستان د دفاع وزیر کابل ته د سفر په ترڅ کې له ملا عبدالغني برادر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان د دفاع له وزیر سره چې د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلی و، وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري.
نوموړي همدارنګه له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې.
ښاغلي برادر زیاته کړه، لازمه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي.
نوموړي همدارنګه وویل، اسلامي امارت له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې په تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.
په ورته وخت کې پاکستاني لوري د افغانستان اسلامي امارت ته د ذکر شویو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او مؤظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.