افغانستان

ملا عبدالغني برادر سېلاب ځپلو سره د مرستو په پار غور ته تللی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو په پار غور ولایت ته سفر کړی دی.

ښاغلي برادر د غور ولایتي مسوولینو ته د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو او همکارۍ سپارښتنه کړې ده. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت مکلف دی، د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې له ستونزه سره د مخو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د بغلان په ګډون د هېواد شمالي ولایتونه وځپل او بې شمېره ځاني او مالي زیانونه یې ور واړول. دریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یاد ولایت زیانمن شویو سره لسګونه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button