افغانستان

ملا عبدالغنی برادر له ایراني چارواکو سره په ګڼو موضوعاتو بحث کړی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د انرژۍ له وزیر سره لیدڼه؛ د اوبو مدیریت، بریښنا تولید پانګوني او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې.
دواړو لورو د اوبو مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبولګونې له پرمختللو سیسټمونو څخه پر استفادې او په دواړو هېوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ د زیاتوالي په اړه بحث کړی. ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی، چې له امله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
په ډېرو سیمو کې د هېواد دننه خلک د ځایونو پرېښودو ته اړ شوي او ځینې نور یې بیا مهاجرت ته مجبور شوي دي. نوموړي زیاته کړې، څه موده وړاندې د ایران تخنیکي هیئت د هلمند له سیند څخه لیدنه وکړه، دوی دا ومنله چې د هلمند سیند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.
همدارنګه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ایراني لوري څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې او تخنیکي همکاري وکړي.
د ښاغلي برادر په وینا، افغانستان چې تازه له جګړو او اشغال راوتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برېښنا د تولید په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې په استفادې سره به یې په کور دننه د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي.
د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د ریاست‌الوزرا اقتصادي ته د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې او د اوبو سم مدیریت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *