افغانستان

ملي دفاع وزارت: د ملي اسلامي اردو ځواکونه له خپلو بغلاني هېوادوالو سره اوږه په اوږه ولاړ دي

ملي دفاع وزارت په یوه خبر کې ویلي چې د وزارت رهبري د سېلاب ځپلیو هېوادوالو د ژغورنې هڅې چټکې کړي دي. ملي دفاع وزارت په بغلان کې د سېلاب ځپلیو وضعیت ته د رسیدنې په موخه د هوایي ځواک، د انجنیري سیمه ییزې لوا، د قطعاتو مسئولینو او د ۲۱۷ عمري قول اردو ته لارښوونه کړې، چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي او د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو هېڅ مرسته درېغ نه کړي.  هوایي ځواک او د ملي اردو منسوبینو لا له وړاندې د بغلان ډنډغوري، شهرنو، تاله او برفک، نهرین او برکه ولسوالیو ته چې د بغلان د نورو سیمو او ولسوالیو په پرتله ډېرې زیانمنې شوي؛ ځانونه رسولي او د هېوادوالو چوپړ کوي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت رهبري تر دې دمخه اړوندو ارګانونو ته امر کړی چې د سېلابځپلیو هېوادوالو مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button