افغانستان

ملي پراختیا شرکت د هېواد آبادۍ لپاره هراړخیز پلانونه لري

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، پرون د ملي پراختیا شرکت له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د هېواد د بیارغونې په برخه کې یې د دغه شرکت کړنې ستایلې دي.باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي دي: ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې ښې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د اسلامي نظام او افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره
کړې دي.
ملا عبدالغني برادر آخوند د ملي پراختیا شرکت د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د شرکت مسئولينو ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش هم د ملا برادر آخوند له ورتګ مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاينې لپاره هر اړخیز پلانونه لري چې پر ځینو یې په عملي ډول کار روان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *