
افغانستان
ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميساري: پاکستان دې د کډوالو ايستلو پرېکړه بېرته واخلي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسارۍ له پاکستان يو ځل بيا غوښتي، چې د کډوالو د ايستلو پرېکړه بېرته واخلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميسارۍ مشر ویلي، چې افغانستان دمګړۍ له ستر بشري ناوړین سره مخ دی او په ژمي کې به وضعيت نور هم خراب شي.
نوموړي زياته کړې، ډېر هغه افغانان چې مجبور دي له پاکستان څخه ووځي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې خپل پخواني دود ته دوام ورکړي او د اړمنو افغانانو ساتل تضمين کړي.
دا اندېښنې داسې مهال پورته کېږي چې پاکستان ناقانونه افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته زرګونه کډوال په زور له دغه هېواد افغانستان ته را شړلي دي.