افغانستان

ملګرو ملتونو غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګښت مسودې ته مثبته رایه ورکړه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې وړمه ورځ غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګښت مسودې ته مثبته رایه ورکړه.
دغې رایه اچونه کې د ۱۸۶ هېوادونو استازو ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۱۵۳ هېوادونو مثبته رایه، ۲۳ هېوادونو د رایې له کارونې ډډه کړې او لسو هېوادونو امریکا، اتریش، چک، ګواتیمالا، لیبریا، میکرونزیا، نائورو، پاپوآ ګینه نو، پاراګوې او اسرایل چې د دغې جګړې اصلي او د ملکیانو وژونکي لوبغاړي دي، منفي رایه ورکړې ده.دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې جګړه لا هم روانه ده او وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وایي، اسرایلي پوځ په غزه کې د بې توپیره هوایي بریدونو له امله د خپل ملاتړ د له لاسه ورکولو په حال کې دی.
بایډن دغه څرګندونې وروسته ترهغې کړي، چې صهیونستي پوځ دې وروستیو او په تېره بیا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې لر اوبر د بېځایه شویو پنډغالي او روغتونونه په نښه کړي، چې سلګونو بېګناه کسانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
امریکا د روانې جګړې له پیل او تر هغې وړاندې د اسرایلو نږدې ملګری دی او له همدې امله د نړۍ د اکثریتو هېوادونو له نیوکو او تندو غبرګونونو سره مخ او د بېګناه انسانانو په وژلو کې د مرستې کولو له امله یې پړه بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *