
افغانستان
ملګري ملتونه:افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکوو
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د شته ستونزو سربېره له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو د اسلامي امارت بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدي توګه کمزوري کوي. ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ دا هم ویلي، چې دوی د اسلامي امارت له چارواکو سره خپلو تماسونو ته ادامه ورکوي تر څو د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي. اسلامي امارت تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل دریځ روښانه کړي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي که یې بند کړي.