لیکنېمقالی اوتبصرې

منځنۍ آسيا کې د چين مخ پر زیاتېدونکی نفوذ

له امریکا څخه لرې خو چین ته نېږدې او په زېرمو سمبال منځنۍ اسيا چين ته خورا مهمه ده، څو د امریکا په مشرۍ د لیبرال بین المللي نظم پر ځای څو قطبي نظام رامنځته شي چې په هغه کې به د چين او روسيې تسلط معلوم داره غوښن وي؛ چې دې چارې ته په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته ښه زمینه برابره شوې ده.
په ۲۰۲۳ ز کال کې د چين ولسمشر شي جين پينګ چې د منځنۍ اسيا هېوادونو د مشرانو کوربه و، په خپلي پرانيستې وینا کې يې د چین او مرکزي اسیا هېوادونو د ګډ برخليک په اړه خپل ليد څرګند کړ، چې دغه ليد پر څلورو اصولو ولاړ و: دوه اړخيزه مرسته،ګډ پر مختګ، نړیوال امنیت او تل پاتې ملګرتیا.
د چین او منځنۍ اسيا تر منځ تر ډېره اړيکي د امنیت او پرمختيا په چوکاټ کې دي او چين هڅه کوي له منځنۍ اسيا هېوادونو سره د بېلا بېلو میکانېزمونو په چوکاټ کې وړاندې لاړ شي چې غوره بېلګه يې د منځنۍ اسیا – چین د سوداګرۍ شورا ده.
د ۲۰۲۳ ز کال د شیان په سرمشريزه کې پر ځینو مهمو مسائلو هوکړه وشوه: د شيان د اعلاميې په شمول ۵۴ هوکړه لیکونه، د همکارۍ ۱۹ نوي میکانېزمونه او پلیټ فارمونه او نه څو اړخيز سندونه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د شیان سرمشریزه درې لسيزې مخکې د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو سره د اړيکو له ټینګېدو راهیسې د خپل ډول لومړۍ غونډه ده. دا د بېجينګ او منځنۍ اسيا هېوادونو د مشرانو ترمنځ په دې بڼه لومړۍ مخامخ غونډه وه.
د ملګرو ملتونو د شمېرو او معلوماتو پر بنسټ د چين او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د توکو د سوداګرۍ کچه درې لسيزې وړاندې ٤٦٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېده چې دا کچه په ٢٠۲۲ ز کال کې ٧٠ بېليونه امريکايي ډالرو ته لوړه شوه چې ١٥٠ چنده زياتوالى په ګوته کوي.
ځينې وختونه د منځنۍ اسيا سيمه د روسيې د نفوذ ساحې په توګه پاتې شوې خو اوس په سیمه کې ورځ تر بلې د چین نفوذ په چټکۍ سره د ودې په حال کې دی، دا به مسکو ته ستونزمنه وي چې د چین له دې پراخي پانګونې او رغوني له تړونونو سره سيالي وکړي.
په دې ورستيو کلنو کې په ځانګړې توګه د اوکراین له جګړې وروسته چين په منځۍ اسيا کې تر روسيې وړاندې په یون کې دی، د منځنۍ اسيا دا د چین په لور بدلون د روسیې د سیمه‌ يیز ادغام، د یورو ایشیا اقتصادي ټولنې او د چین د یوه سړک او یوه کمر بند پروژو پر برابر په پرتله‌ ييزه توګه هم احساس کېدلی شي. د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې دغه پروګرام په ۲۰۱۳ ز کال کې په قزاقستان کې د شي جين پينګ له‌خوا پيل شو او له هغه وخت راهیسي یې سیمه چین ته نه یوازې له اقتصادي بلکې له سیاسي اړخه هم د نږدې کېدو په درشل کې ده.
د يوه کمربند او يوې لارې نوښت په ښکاره توګه د شيان په اعلاميه کې تر سترګو کېږي او په صراحت سره هغه د مرکزي اسيا د ملي پرمختيايي ستراتېژیو سره تړي او ټرانسپورټي ارتباطات د هغه هسته جوړوي.
د شيان په سرمشریزه کې د منځنۍ اسيا هېوادونو د چین،قرغزستان،ازبيکستان د اوسپني پټلۍ له چین څخه قرغزستان، تاجيکستان او ازبيکستان ته د لویو لارو د غځولو ژمنه وکړه.
چین به د اوس لپاره د بيخ بنسټونو پراختیا او سوداګرۍ ته دوام ورکړي څو د خپل بدیل بین المللي نظم لپاره خپل بانډ پياوړی کړي.
د روسیې شمالي دهلېز د اوکراین د جګړې اړوند بندیزونو په پایله کې تړل شوي،نو هغه لاره چې ډېری وختونه د منځني دهلېز په نوم یادېږي نه یوازې د چین بلکې د اوه ډلې (G7) هیوادونو لپاره هم ډېر اهمیت لري.
پر همدې بنسټ د منځنۍ اسيا او سويلي قفقاز هېوادونو، په ځانګړي ډول د اذربايجان؛ ګرجستان او ترکيې تر منځ په فعاله توګه د لوجستيک او لېږد رالېږد په برخو کې همکاري د پياوړي کېدو په درشل کې ده. دا هیوادونه د بدیلو ټرانزیټي لارو پر جوړولو او پراختیا ډېر تمرکز کوي لکه د منځني او لاجورد کورېډورونه.
د منځني دهلېز ظرفیت ټیټ دی هغه له دې امله چې توکي باید له ډېرو پولو تېر شي او دا چې دا لار په وچه او سمندر تېره شوې بايد د لارې په اوږدو کې څو ځله تخيله او بارګيري وشي.
د چين د يوه کمربند او يوې لارې د رونق لپاره بل بدیل – د ورته جیوپولیټیک اهمیت سره – د ايران يا پاکستان د بندرونو له لارې عربي سمندر ته د افغانستان له لارې ټرانسپورټ دی. په لنډ او اوږد مهال کې واخان چې تازه يې د اتصال لومړنۍ چارې بشپړ شوي او افغان-ټرانس دهلېزونه د چین، منځنۍ اسيا او سويلي اسيا په ګټه دي. د ځینو معلوماتو پر بنسټ چين په پام کې لري چې افغان ـ ټرانس سوداګريزه لار خپل پلان ته ور شامله کړي.
د دهلېزونو چارو پرمختګ به په افغانستان کې د راغلي ثبات له لاټينګښت سره هم مرسته وکړي او د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) له درکه چې کوم زیان چین ته متوجه دی هغه له دې لارو په کم لګښت جبرانېدای شي.
نو ځکه چین او د منځنۍ اسیا هیوادونو ژمنه وکړه چې له افغانستان سره پر پوله د ازبيکستان د ترمز ښار د ټرانسپورټ ظرفیتونو ته وده ورکړي.
اوس مهال چین له افغانستان سره ښه اړيکې لري دواړو لورو د یوه او بل هېواد ته د لوی سفيرانو په کچه استازي استولي او د شيان په سرمشريزه کې شی جین پينګ په خپله وینا کې د افغانستان یادونه کړې وه. نو دې ډول تودو اړیکو ته په کتو سره د لا زیات سيمه ييز تعامل تمه کېږي.
داسي برېښي چې بیجینګ د روسیې، ایران او هند سره د دوی د بین المللي شمال – سویل ترانسپورت دهلېز کې وړاندې تګ ته لېوالتیا نه‌ لري.روسیه او ایران دواړه له سختو بین المللي بندیزونو سره مخ دي او د ایران او اذربایجان ترمنځ د تېر کال تا ويلو ما ويلو د دغې لارې د اوږد مهاله ثبات په اړه شکونه راپارولي دي.
خو په ۲۰۲۳ز کال کې د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین څرګنده کړې وه، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان او جنوبي آسیا ته د ترانسپورتي لارو په ګډون د اور‌آسیا ترانسپورتي لارې پراخې کړي. نوموړي ويلي وو چې د شمال-جنوب د بین المللي دهلېز پراختیا پر لور راتلوونکو ګامونه ته لومړیتوب ورکوي،چې دا به پر چابهار بندر مثبت اغېز ولري.
په منځنۍ اسيا کې د چین حضور د دې لامل شوی چې ډېرو حياتي کاني موادو او زېرمو ته لاس رسی پيدا کړي. په سيمه کې د چین همدې پرمختګونو ډله ييز غرب په ځانګړي ډول امریکا سخته نارامه کړې ده. د حياتي کاني موادو په برخه کې د چین او روسیې تسلط د پام وړ دی خو چين تر روسيې هم وړاندې دی، له همدې امله د بېلابېلو حياتي کاني موادو په پروسس کې د نړۍ په کچه لومړی ځای لري.
د منځنۍ اسيا د پينځو هېوادونو له لوري د اشيان د سرمشريزې د نوښتونو سره د هغوی لېوالتیا او ښه راغلاست دا په ګوته کوي چې دوی تر کومي کچې د چین لور ته تمايل لري.
په بېلابېلو ډګرونو کې له چین سره د منځنۍ اسيا پينځو مستبدو هېوادونو د اړیکو پراختیا پر ياده سيمه هغه اقتصادي او نور فشارونه راکموي چې د سيمې په بل لوی اقتصادي او سوداګريز ملګري روسيې باندې د غرب د بنديزونو له امله ارامنځته شوي دي.

ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *