مقالی اوتبصرې

منځنۍ اسيا د راپورته کېدو په درشل کې

منځنۍ اسيا د اوږده مهال لپاره د روسيې د نفوذ ساحې په توګه پاتې شوې، په یووشتمه پېړۍ کې دا سيمه د لویو قدرتونو تر منځ د سيالۍ په یوه مهم ډګر اوښتې ده.
منځنۍ اسیا له اوږدې مودې راهیسې د ډېرو غربي جیو پولیټکل مفکرینو او د بهرني سياست د ستراتیژستانو په ذهنونو کې د جیو پولیټکل ساحې په توګه تصورېږي،چې د روسیې په انګړ هم مشهوره ده. دا د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د کمزورو او روسيې ته د نږدې حکومتونو سيمه پاتې شوې ده،خو دغه انګېرنې په تدریجي توګه د بدلون په حال کې دي ځکه چې اوسنی جیوپولیټکل ليد د ستراتېژیکو بدلونونو له امله د څو قطبي کېدو په لور دی.
په لويه کچه په سيمه کې تازه بدلون په ځانګړي ډول افغانستان چې تازه يې تر ډېره بریده په سيمه کې د ډله ييز غرب د شرارت محوره سياستونو ځاله ړنګه کړې ـ کولی شي د منځنۍ اسيا په مثبت لور یون کې ښه رول ولوبوي.
په بین المللي چارو کې د منځنۍ اسيا اهمیت ته پخوا هم اشاره شوې. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د جیوپوليټکل متفکرینو له جملې څخه هالفورډ مکینډر د يورشیا سيمې ته زیاته پاملرنه کړې، سره له دې چې د نوموړي د نظريې منتقدين لږ هم نه‌ دي خو نوموړي استدلال کاوه چې د نړۍ د برخلیک په اړه به هغه ملت پرېکړه کوي چې د هارټلنډ يا محور سيمه د هغه له لوري کنټرولېږي. هارټلنډ د مرکزي آسیا یوه پراخه سیمه ده چې په لوېدیځ کې د کارپاتیانو، په سویل کې د هندوکش غرونو لړۍ، په ختیځ کې د التای غرونو ترمنځ موقعیت لري او په شمال کې د بالتیک سمندر له‌ خوا محاصره ده.
د مکينډر بحث او استدلال ساده وو د هغه په باور چې د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې لویې غربي شخړې اکثراً د یوریشیا په څنډو(لکه هسپانیا او لوی بريټانیا) کې د سمندري امپراتورۍ او په دننه کې د مځکني ځواک ترمنځ وي. سمندري قدرتونو د یورشیا او هاخوا (نوې نړۍ) د ځمکني قدرتونو د ماتولو لپاره د څنډو له منابعو څخه کار واخيست،خو که د یوریشیا ځمکنی قدرت په بشپړه توګه د هارټ لنډ يا د محور ساحې منابعې کنټرول کړي، دې سره ممکن نړیوال تسلط هم خپل لاس کې واخلي. نوموړی خپل استدلال داسې خلاصه کوي: څوک چې پر شرقي اروپا واکمن وي هغه به پر هارټلنډ حاکمیت ولري؛ څوک چې پر هارټلنډ واکمن وي هغه به د نړۍ پر (ټاپو)جزيره حاکمیت ولري؛ او څوک چې د نړۍ پر ټاپو(اروپا،اسيا او افريقا) واکمن وي هغه پر نړۍ حاکمیت ولري.
د پخواني شوروي اتحاد سقوط څخه وروسته د منځنۍ اسيا ټول دولتونه دې ته اړ نه وو چې په عملي توګه تقریباً هر څه له صفرڅخه پيل کړي بلکې سیاسي، اقتصادي او اداري سیسټمونه د شوروي مهال څخه جوړ په ميراث ور رسېدلي وو.
له نظرياتي اړخه هم نه يوازې د منځنۍ اسيا هېوادونه بلکې په خپله روسيه او چين په ځانګړې توګه د اقتصاد په ډګر کې د پخواني شوروي اتحاد پر فکري خط نه‌ دي روان، په څه توپير سره مختلط اقتصادي سيسټم تعقیبوي.
ډله ييز غرب د پخواني شوروي اتحاد له سقوط وروسته غوښتل په منځنۍ اسيا کې د پام وړ نفوذ ولري چې په لومړيو کې تر یوه بریده واتونېدل په تېره بیا پر افغانستان د یرغل پر مهال خو په دغه هېواد کې تر دوو لسيزو خونړيو جګړو وروسته ماتې يې نفوذ خورا کم رنګه کړ.
له يوې‌خوا په زېرمو سمبال منځنۍ اسيا بلخوا زېرمو ته تږی ډله ييز غرب په ځانګړي ډول امریکا په سيمه کې د نفوذ موندلو او پراخولو سره خورا لېوالتیا لري خو په دې چاره کې د امریکا لوی سيال چين په خورا چټکۍ سره د ودې په حال کې دی.
د چين دا چټک پرمختګ ممکن په منځنۍ اسيا کې دوامداره واوسي ځکه هغه ګواښ چې د افغانستان د اشغال پر مهال د اشغالګرو او د یرغلګرو تر چتر لاندې د خوارجو له اړخه چين، روسيې او د سيمې نورو هېوادونو مشروع ګټو ته متوجه وو اوس رفع شوی دی.
دا چې په افغانستان کې وروسته له ډېره وخته د یوه مرکزي پياوړي حکومت په شتون کې سر تاسري امنیت رامنځته شوی دې چارې په سيمه کې د پرتو هېوادونو سره د توسعې هيلې راټوکولي
دي.
روسیه چې له تاریخي لحاظ په سیمه کې نفوذي ځواک پاتې شوی دی، هڅه کوي خپل دغه ځواک تل پاتې وساتي؛ خو په اوکراین کې د جګړې له پيل سره په سيمه کې د هغه د ملګري چين نفوذ مخ په پراختیا بريښي او د یوه مهم لوبغاړي په توګه راڅرګندېږي، د یوه کمربند او یوې لارې پروژې او یو شمېر نورو نوښتونو له لارې خپل اقتصادي او ستراتیژیک رول پراخوي.
د اوکراین له جګړې سره د ټرانس ــ کسپین بین‌المللي ترانسپورټي دهلېز ته چې په منځني دهلېز سره هم مشهور دی پاملرنه زياته شوې، خو د شمالي دهلېز څخه بیا استفاده لږ شوې په‌داسې حال کې چې د منځني دهلېز څخه د توکو د لېږد بهیر پېچلی او لګښت يې زیات دی.
د چین لیوالتیا هم د منځني دهلېز په لور ده. د منځني کوريډور له امله د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم پاملرنه مخ په ډېرېدو ښکاري. همدارنګه ٢٠٢٣ ز کال د منځنۍ اسیا هېوادونو په تړاو د ګڼو غونډو شاهد وو: C5+1 لومړی سرمشریزه، د چین _ منځنۍ اسیا سرمشریزه،د ټرانس ـ کسپین فورم، د استانې بین المللی فورم او داسې نور.
منځني قدرتونه هم په ډېرېدونکي ډول د خپل حضور زیاتولو په حال کې دي. د بېلګې په توګه ترکیه چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره له تاريخي، قومي او ژبنيز لحاظه تړاو لري، خپلې اړيکې پیاوړې کړي. د رغنيزو، بيخ بنسټونو او مخابراتو په برخو کې یې پانګونه د پام وړ ده.
ایران د خپل کلتوري او جغرافيايي نژديوالي له امله په سيمه باندې نظر لري، هند هم د خپلو تاریخي اړیکو او د چین د شتون له امله ستراتیژیکو اندېښنو يې هڅولی چې د سيمې له هيوادونو سره خپلې اړيکې ښې وساتي.
د منځنۍ اسيا هیوادونه د څو بعدي بهرنۍ پاليسۍ په تعقیب کې دی. د دې لپاره چې د لویو قدرتونو تر منځ د جګړې د سيالۍ په ډګر تبديل نه‌شي د منځنۍ اسیا دولتونه د دغو بېلابېلو قدرتونو تر منځ خپل مانور کوي څو د خپلو ستراتیژیکو موقعیتونو څخه په ګټنه اعظمي ګټه ترلاسه کړي، نو له همدې امله تر ممکنه حده دوی پر یوه قدرت تکيې څخه ډډه کوي. د دې لپاره چې خپله خپلواکي وساتي د متوازنو اړیکو په لټه کې دي،خو په عمل کې خپل په دغه څو بعدي بهرنۍ پاليسۍ کې ډېر بريالي نه معلومېږي.
په سيمه کې د څو بعدي بهرنۍ پاليسۍ مخکښ د قزاقستان پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربایوف وو هغه په دې اړه ويلي وه «د ټولو دولتونو سره د دوستانه او وړاندوینې وړ اړیکو پراختیا چې د نړۍ په چارو کې مهم رول لوبوي او په عملي توګه د هېواد په ګټه وي ترجيح ورکوي.» نو له همدې امله د منځنۍ اسيا هېوادونو د اقتصادي ودې چټکتيا او د سيمه ييزې سولې او ثبات تأمين لپاره په ګډه هڅه
کوي.
د سيمې د دغه سياست پر بنسټ منځنۍ اسيا د بدلون په درشل کې ده. سيمه‌ييز محوره اقتصادي ليد په‌کې د ودې په حال کې دی؛ په سيمه کې د یو شمېر قدرتونو نفوذ د ډېرېدو او یو شمېرو نورو بیا د لږېدو په حال کې معلومېږي.
د منځنۍ اسیا د هېوادونو همدا د څو اړخیزه بهرنۍ پاليسۍ ليد پر دې بریالۍ شوی چې په سيمه کې د سترو بهرنیو قدرتونو د بشپړ تصرف مخه
ونیسي.
لنډه دا چې دا سيمه د اروپا او اسيا تر منځ د يوه پل په توګه د هغې مخ پر وده اقتصادي پوټنشل بین المللي پاملرنه ځانته را اړوي،نو ځکه وايو چې دا سيمه نوې د راپورته کېدو په درشل کې ده.

ثناء الله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *