
شعرونه
مهاجره هیوادواله!
ځاریږم دي له اوښکو مهاجره هیوادواله
د بل وطن کوڅو کې در په دره هیوادواله
د چا درونو لاسونو په تاکړي ګزارونه
چي وینې دي بهیږي له پرهره هیوادواله
له وچو وچو شونډو دي د زړه آه پورته کیږي
ستومانه خپل له ژوند یې مروره هیوادواله
له کوره مجبورۍ او بې وزلۍ یې را ایستلی
نړۍ دي له حال چیري ده خبره هیوادواله
د اوښکو سره مه خوره د آهوو تاوده غړپونه
تیریږي دا حالات د زړګي سره هیواد واله
راځه ګاونډیان کله ستا په درد باندې پوهیږي
د ګل وطن له غیږې مسافره هیواد واله
حنیف چي دي پر سپینه ږیره وینمه سرې وینی
له زړه مې شي راتاوو د اور بڅره هیواد واله
حنیف