ټولنه اوکلتور

مه خفه کېږه!

خفه کېږه مه! خدای شته، هغه د هر غمجن زړه فرياد اوري او د هر وران زړه د راټولېدو سامان پيدا کوي، ته په خپل مصيبت کې ترور يې، لېکن دی پوهېږي، چې ستا غم ستا د لا علمۍ په سبب دی، ستا مصيبت ستا د بې زړه توب او ستا د ناڅيزه خواهشونو څخه پيدا کېږي.
هغه چې د ګل په خوا لاس اوږد کړي او د اغزي د لشکې څخه فرياد کوي، هغه د خپلې ناپوهۍ اعلان کوي، خدای ده ته تکليف ورکوي، لېکن ورسره تميز هم وربښي، په تکليف خو سړی اخته کوي، خو په دغه شان سره يې خپلې خواته رانږدې کوي هم!
ژوندانه کې د دغو لغزشو څخه د خلاصي لاره لټوه! د دنيا په تکليفو کې د هغه بېشماره نعمتونه را په زړه کوه، که هغه بې غرضه ذات ستا د ساتنې خيال ونه لري، نو ستا به څه حال وي؟ دا د هغه پاک ذات بې غرضه مينه ده، چې ستا د دومره سرکشۍ سره يې خپل لاس تاته درکړی او د دنيا په مصيبتونو کې تاته لارښودنه کوي!
نه په خپله د سپينو او سرو خاوند يې او د خپل غم او خوشحالۍ په خپله امين، وګوره ستا مستقبل ستا د سترګو لاندې تيار ولاړ دی، چې کومې خواته ستا سترګې پورته شي، دی د خپلو ټولو قوتو سره تا لپاره په کار بوختېږي!
آه! ای بې کوره غمجنه زړه! دا د غم غړوندی چې تاته په غاړه دی، دا تاته د هغه خوشحالۍ لار درښيي، چې ټيک ستا په نصيب کې ده، بې پامي به ترڅو تا بېکاره کوي، پورته شه! او د خپله لاسه زولنو څخه ځان خلاص کړه! په آزادۍ سره د منزل مقصود په خواوو ځه! زر شه هله چې هغه طلايي شېبه راورسېده!

قیام الدین خادم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *