مقالی اوتبصرې

موسیسې ټولې دسیسې دي !

موسیسې د مسلمانانو د تسخیر کولو، له لوږې او فقر سره د مخ کولو، د بې کماله، جاهل او تیار خواره اموخته کولو، د مسلمانانو د بې حیا او بې عزته کولو لــپاره د غربیانو او کافرانو سترې دسیسې، منظم او مؤثر پلانونه دي. د مؤسیسو په بد بختیو، مشکلاتو او تاوانونو باندې که هرڅومره وغږېږو او لیکل ورباندې وکړو؛ نو کمه ده لنډه دا چې په کوم ملک او ملت کې، چې د مؤسیسو په نوم مرستې کیږي او یا د مرستو په نوم موټرې ګرځیږي، هغوی بیا خیر نه دی لیدلی او نه دې د خیر لیدلو طمعه کوي.اوس پوښتنه داده، چې زموږ مسؤلیت څه شی ده او په اړه یې څه شی کول راته پکار دي، غواړو په دې اړه لنډې مشورې له تاسې سره ولرو.
الف: لومړی باید په دوی تر ممکنه حده بندیز ولګول شي او د فعالیت اندازه او کچه یې محدوده کړل شي؛ خو دا که څه هم د في الحال لپاره ستونزمنه مسئله ده؛ خو محاله هم نه ده، اقلا په پلان او فکر کې باید ولرو، چې یو وخت به یې بنده وو.
ب: باید د دوی د فعالیتونو، مرستو وېشلو او له ولس سره د تعلق په کلکه څارنه وشي، د دوی اهداف او ارادې معلومې شي، په اړه یې لازم اقدامات او وقایوي فعالیت وشي، د دوی په همکارانو(ترجمانانو، مسؤلینو، کاریګرو) کې باید خپل ملګري پیدا او یا هم استخدام شي؛ تر څو د دوی د اهدافو او موخو په اړه په اساني سره معلومات تر لاسه کړو.
ج: کوښښ باید وکړو، د دوی مرستې داسې ځای او په داسې طریقه ووېشو، چې زموږ د نظام او یا هم زموږ د ولس ګټه ډېره وي، لکه داسې کار ورباندې وکړو، چې د ډېر وخت لپاره یې ګټه وي( تنها خوراکي کومک او مرسته باید نه وي)، مکتب یا شفاخانه ورباندې جوړول، د اوبو بندونه او کانالونه جوړول، لارې او سرکونه رغول، ځنګلونه او ونې ورباندې کېښودل، وغیره.
د: بل که ممکنه وي، د وېش داسې طرزالعمل او طریقه برابرول، چې د غیرتي ولس او خلکو تذلیل، بې عزتي او تر خپل منځه جنګونه او د وخت ضیاع نه وي ورکې، اوسنۍ د وېش طریقه یې غالبا له بې باوریو، جنګونو او مشکلاتو ډکه وي.
درنو لوستونکو! په دې اړه باید نور هم غږېدلي وی او د دوی په استعماري موخو او دسیسو چې څومره بحث او خبرې وکړو هـم، لا کمه ده، د في الحال لپاره همدومره ان شاءالله کفایت کوي؛ خو یـو وړکی کتاب په نوم (د کلیسا د پردو تر شا پټ رازونه) کولی شي زموږ او ستاسې په ذهن کې، د خاکې او نمونې په ډول د موسیسو د شیطانتونو په اړه لږ معلومات واچوي.

م، نـورالحق شیخ زاده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *