افغانستان

مولوي‌عتیق الله عزیزي: د کابل سیند ښکلا او حفاظت ته دې پاملرنه وشي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي‌عتیق الله عزیزي په مشرۍ د تاریخي ابداتو او عامه ساحو د څارنې او ساتنې کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کابل ښاروالۍ کلتوري رئیس، د آغاخان بنسټ د کلتوري خدمتونو، د کور او ښار جوړنې وزارت، چاپیریال ساتنې ادارې او د تاریخي ابداتو ریاست استازو هم ګډون درلود.
په ناسته کې د نورو موضوعاتو سربېره د کابل سیند پر غاړه د اوسپنیزو غرفو د جوړولو موضوع تر غور لاندې ونیول شوه او هغه تخطيانې، چې په دې برخه کې ترسره شوي هغه په ګوته او د حل په موخه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتورمعین په دغه ناسته کې وویل، د کابل سیند، چې د هېواد تاریخي ابده او حفاظت شوې ساحه بلل کېږي، ښکلا او حفاظت ته یې باید جدي پاملرنه وشي او اجازه ورنکړل شي، چې په حریم کې یې اساسي ساختمان او ابادي جوړه شي او د خلکو له سترګو پناه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *