افغانستان

مولوي امیرخان متقي:  افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې  ونډه نه لري، خو خپله ترې زیانمنیږي

 حافظ ضیااحمد تکل د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) له عملیاتي رئیسې ادیم وسورنو سره د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی. 

ادیم وسورنو د وروستیو سېلابونو له کورنیو سره غمرازي شریکه کړې او زیانمنو سیمو ته یې د خپلو ټیمونو د استونې خبر ورکړ.

مولوي امیرخان متقي هېواد کې یې وروستیو سېلابونو ته په نغوتې ویلي چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نه لري خو له دې پدیدې هر وخت زیانمنیږي.

د ښاغلي متقي په وینا، هغه هېوادونه چې د اقلیم د بدلون سبب کیږي، خپل مسوولیت ته نه متوجې کیږي او نه یې هم جبران ته غاړه ږدي.

ښاغلي متقي وړاندې ویلي: غواړم ستاسې له لارې دا پیغام ورسوم چې افغانستان څومره زیانمن شوی هغومره مرستې ته اړتیا لري او باید په نړیوالو اقلیمي غونډو کې یې موقف واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو قایم استازي ښاغلي انډریکا رتواتي ویلي چې دوی تل د افغانستان غږ تر نړیوالو رسولی او هڅه یې کړې چې بشري مرستې په سیاسو موخو پسې ونه تړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button