افغانستان

مولوي امیرخان متقي: د پاکستان نوی حکومت دې له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ په سیاسي او اقتصادې موضوعاتو وغږید.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دې.
متقي زياته کړه؛ اوسمهال د سیمې هېوادونو دا درک کړې، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي او هیله یې څرګنده کړه، چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسۍ له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.
ورته مهال په کابل کې د پاکستان سفير په ياده کتنه کې وويل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ارزښتناکې دې او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي، چې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوریو په دغه کتنه کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *