افغانستان

مولوي امیرخان متقي له برتانيې څخه راغلو علماوو ته: د افغانستان حقيقي انځور تر نړۍ او خپلو ولسونو ورسوئ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي له برتانيې څخه راغلو علماوو سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست راغلو مېلمنو له تر هرکلي وروسته د هېواد په عمومي حالاتو خبرې وکړې او د اسلامي امارت تر پشپړ حاکمیت وروسته یې د مثبتو بدلونونو لکه د ملي امنيت او ثبات تحکیم او اقتصادي پرمختګونو په تړاو رڼا واچوله او د مېلمنو سوالونو ته يې ځوابونه وويل او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان حقيقي انځور تر نړۍ او خپلو ولسونو ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې مولوي امیرخان متقي له نړیوالو سره مثبت تعامل د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهم هدف وباله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *