افغانستان

مولوي امیرخان متقي: نړیواله ټولنه باید پوه شي چې سیاست او دین سره جلا نه دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یاد وزارت کې د دیني احکامو او مسایلو د ښې زده کړې په مناسبت د کارکوونکو د تقدیرولو په غونډه کي ویلي چې افغانان په دین او وطن مین خلک دي او هېڅ کله له دغو ارزښتونو څخه نه تېریږي.
متقي د امریکا او ناټو، شوروي اتحاد او انګلیس اشغال ته په اشارې زیاته کړې، چې افغانان هېڅ کله فشار ته نه تسلیمیږي او په خپل دین ټینګ ولاړ
خلک دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ويلي، چې دیني او عصري زده کړې دواړه د اسلامي نظام اړتیا ده او باید ترسره شي.
هغه زیاته کړې، چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان او نړیوال د اسلامي امارت تر مدیریت لاندې د سفارتونو او نورو استازولیو له کارونو او فعالیتونو څخه خوښ دي او ټینګار یې کړی، چې اوس مهال په دغو استازولیو او سفارتونو که اداري فساد ختم شوی او په ډېر شفافیت سره یې عواید راټول او د دولت خزانې ته لېږدول کیږي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ويلي، چې دیني او عصري زده کړې دواړه د اسلامي نظام اړتیا ده او باید ترسره
شي. مولوي متقي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان اوسنی نظام اسلامي نظام دی، سکولر نه. نوموړی زیاتوي: نړیواله ټولنه باید پوه شي چې سیاست له دین جلا نه دی. هغه زیاته کړې، چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان او نړیوال د اسلامي امارت تر مدیریت لاندې د سفارتونو او نورو استازولیو له کارونو او فعالیتونو څخه خوښ دي او ټینګار یې کړی، چې اوس مهال په دغو استازولیو او سفارتونو که اداري فساد ختم شوی او په ډېر شفافیت سره یې عواید راټول او د دولت خزانې ته لېږدول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *