افغانستان

مولوي امیرخان متقي پاکستان ته: د بې اساسه تورونو پر ځای د پېښور د بريد دقيقه څېړنه وکړئ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون په پلازمېنه کابل کې په نشه يي توکو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون په پلازمېنه کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۵ زره بستریز ستر مرکز د پرانسیتې پر مهال وویل، چې پاکستان دې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د ورستۍ چاودنې په اړه دقیقه څېړنه وکړي.
متقي په پېښور کې د وروستۍ چاودنې او هلته په اوبو کې د یو شمېر زده کوونکو د ډوبېدو په پېښو خواشیني او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
نوموړي همدارنګه وویل، چې د واسکټ او یا ماین چاودنه دومره تخریب او مرګ ژوبله نشي اړولای او په دې اړه باید دقیقه څېړنه او جدي پلټنې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ټینګار سره وویل، چې افغانستان له پاکستان سره په متقابل احترام ولاړو ښو اړیکو ته ژمن دی.
مولوي امیرخان متقي زیاته کړه، چې د افغانستان له خاورې څخه به هېچاته خطر متوجه نشي او هغه گونگوسې يې په کلکه رد کړې ، چې ګواکې ترهګري له افغانستان څخه پاکستان ګواښي.
متقي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت او له نورو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې په افغانستان کې د ترهګرۍ د نشتون تر ټولو ښه ثبوتونه دي.
مولوي امیرخان متقي په دغه مراسمو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او د ادارې فساد په له منځه وړولو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې بې ساري دي او نړيوال باید په دغه پرمختګونو سترګې پټې نه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د آغوش په نوم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د دغه ستر مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو تر څنګ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکور سره د مبارزې د برخې استازې او په کابل کې د ترکيې، پاکستان، چین او یو شمېر نورو هېوادونو د سفارتونو استازو هم ګډون کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *