
افغانستان
مولوي انعام الله سمنګاني د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس په توګه معرفي شو
شریعت: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه لله، د ځانګړي فرمان له مخي، مولوي انعام الله سمنګاني د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د نوي رییس په توګه معرفي شو.د ښاغلي سمنګاني د معرفت په مراسمو کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هم ګډون کړی وو.ښاغلي مجاهد د مخکېني رییس، مولوي نور احمد سعید، د خدمتونو د ستاینې ترڅنګ، په دولتي ادارو کې تغییراو تبدیل یو اصل وباله او نوي رییس ته یې په چارو کې د بریا هیله وکړه.نوي ریيس مولوي انعام الله سمنګاني،هم په دې مراسمو کې وینا وکړه وې ویل،چې په کندهار کې د دندې ترسره کولو فرصت د ځان له پاره وياړ بولي.ښاغلي سمنګاني د کندهار پر تاريخي، فرهنګي او سياسي اړخ هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ورسپارل شوی مسوولیت به په پوره صداقت او امانتدارۍ تر سره کړي.