افغانستان

مولوي حبیب الله آغا:د پوهنې پياوړتيا او معياري کول د حکومت لومړيتوب دی

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، دیني عالمانو او فرهنګي شخصیتونو په شتون کې د سږ کال کانکور آزموینې له ممتازو زده کوونکو سره وکتل. د یادې کتنې په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت یو له مهمو موخو څخه د پوهنې د پیاوړتیا او معیاري کولو هڅې دي او دوی هلې ځلې کوي، چې د یوه ځواب ویونکي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو سره خپلو هېوادوالو ته لازم پوهنیز خدمتونه وړاندې کړي.نوموړي د قرآنکريم مبارکو آيتونو ته په اشارې سره، د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: له بديو څخه د ټولنې د اصلاح او د هېواد د پرمختګ يوازينۍ لار ښوونه او روزنه ده.دغه راز نوموړي د هېواد څلوېښت کلنې جګړې او بربادۍ ته په اشارې وویل: دا زموږ د ټولو ملي وجیبه ده ترڅو خپل وطن آباد او د قومي، سمتي او ژبني تعصبونو د له منځه وړلو ترڅنګ د توحید او اسلامي ورورولۍ تر بیرغ لاندې خپل هېواد د پرمختګ او ترقۍ په لور رهبري کړو. ورپسې د هېواد فرهنګي شخصیت انجنیر صادق جعفري هم خبرې وکړې او د هېواد د بچیانو ښوونې او روزنې ته یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه. په ورته مهال، د کانکور دممتازو زده کوونکو په استازیتوب حافظ محمود، چې د کانکور په آزموینه کې یې لومړی مقام ګټلی و، د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د نوموړي د ستاینې په تړاو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې به د معاصرو علومو په زده کړې سره د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي. د يادونې وړ ده، چې د سږ کال د کانکور په آزموينه کې حافظ محمود د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره لومړى، عباس دويم او عبدالباعث په ترتيب سره درېيم مقام خپل کړى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *