افغانستان

مولوي خلیل الرحمن حقاني: له ژمي وړاندې دې بشري مرستې اړمنو ته ورسول شي

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د اسیا او پاسفیک سیمه ییز دفتر مشر ایندریکا راتوتي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.په دې لیدنه کې په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې د مهاجرینو او دننه افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو په ستونزو یې بحث کړی.ښاغلي راتوتي د مهاجرینو چارو وزارت څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په کارونو او دایمي حل لارو کې د دې وزارت همغږي او همکاري موثره ده.نوموړي ویلي،چې نږدې وخت کې به پاکستان ته ولاړ شي او د دې هېوادو چارواکو سره به د مهاجرینو د اسنادو تمدید او بې اسنادو مهاجرینو ته د اسنادو په ورکولو خبرې وکړي.خلیل الرحمن حقاني نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې ناستې او خبرې باید نتیجه لرونکې او ګټه یې ولسونه په سترګو وویني، دغه راز ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې باید د ژمي له رارسېدو مخکې بشري مرستې اړمنو ته ورسول شي.سرپرست وزیر د موسساتو په بې طرفۍ، اصولو او قوانینو ته په ژمنتیا ټینګار کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *