
مولوي سيف الدين تائب: اهل خلکو ته مسوليت سپارل د هېواد پرمختګ لامل ګرځي
د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نږدې ۲۰۰ خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينې بهير پيل شوی.د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې يو شمېر ریيسانو او مسولينو ګډون کړی وو.مولوي سيف الدين تائب ویلي؛ اهل خلکو ته مسوليت سپارل د هېواد او نظام د پرمختک او پياوړتيا لامل کيږي، چې په همدې اساس اسلامي امارت د خالي بستونو کانديدانو لپاره د شفافې ازموينې زمينه برابره کړې ده.ښاغلي تائب زیاته کړې، چې د امتحان ياده پروسه کې هيڅ ډول انساني لاسوهنه نه کيږي او يوازې هغه څوک چې وړتيا لري د دې ازموينې له لارې کولی شي چې خالي بستونو ته لاره پيدا کړي.د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس ویلي، د دې لپاره چې شفافيت مراعت او عدالت تامين شي د ادارې اړوند خالي بستونه يې ازادې سيالۍ ته وړاندې کړي، چې له مخې به يې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي.د اداري» اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسولينو په وينا؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ راهيسې يادې ادارې تر اوسه د امارت د بېلابېلو وزارتونو او ادارو لپاره له شاوخوا ۲۵ زره تنو څخه ازموينه اخيستې.يادې ادارې د الکترونيکي ازموينې لپاره په تېرو دوو کلونو کې دری زره او ۴۴۰ نوې پوښتنې چمتو کړي دي.