افغانستان

مولوي عبدالسلام حنفي:  اوسمهال هېواد  کې ګڼ کورني او بهرني شرکتونه فعال دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د «صنعت اونۍ ملي او نړیوال نندارتون» په پرانیسته کې ویلي چې د صنعت وده د هېواد اقتصادي پیاوړتیا کې رغنده رول لري. نوموړی زیاتوي، هېواد کې بېلابېل کورني او بهرني شرکتونه فعالیت لري او خلکو ته یې کارې بوختیاوې رامنځته کړي دي. اسلامي امارت د صنعت ودې لپاره خپلې ټولې هڅې کړي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ملي سوداګرو او هېوادوالو غوښتي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زېانمنو شویو هېوادوالو په ځانګړي ډول د بغلان له خلکو سره تر خپلې وسې مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button