
مولوي عبدالسلام حنفي: دیني عالمان دې د یووالي په پار هڅې وکړي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د پنجشېر ولایت له یو شمیر ديني عالمانو سره په کتنه کې وویل چې ديني عالمان دې د خلکو د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د پیوستون، اتحاد او یووالي د پیاوړتیا په برخه کې تر بل هر وخت ډېره هڅه وکړي.شیخ مسیح الله او مولوي عبدالمتین عزام په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په یاد ولایت کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه يې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.دوی زیاته کړه، چې د اسلامي نظام په استقرار سره په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی او سیمه ییز مسؤلین هم خلکو ته د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. یادو ديني عالمانو د ولسونو د ستونزو د حل او د هغوی د ښوونې او روزنې په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه هڅې وستایلې.دوی وويل، له موجوده نظام څخه حفاظت د ټولو افغانانو وظیفه ده او د استحکام په برخه کې یې باید ناغېړي ونکړي. په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې وویل چې په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دی او په دې برخه کې به د اسلامي امارت مسؤلین خپلې هڅې ترسره کړي. حنفي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د ټولنيزې هوساینې او هېوادوالو ته د کار موندنې په برخه کې خپلو هراړخیزو هڅو ته دوام ورکړي.