
مولوي عبدالسلام حنفي: د لوړو زده کړو وزارت مسؤلين دې د علمي ودې لپاره هڅې وکړي
شریعت: د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي حافظ محمد حامد حسيب او د بهرنيو اړيکو له رئيس ډاکتر نظر محمد عرفان سره په کتنه کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت مسوولين دې د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د علمي ودې لپاره هڅې وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال په اداري او علمي برخو کې د لوړو زده کړو وزارت د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.
مولوي حافظ محمد حامد حسيب د تحصيلي نصاب تنظيم، د زده کړو په موخه بهر ته د محصلينو استولو او د هغو محصلينو ملاتړ په اړه، چې په بورسيو بهر ته د زده کړو لپاره ځي يادونه وکړه او د اسلامي امارت مسوولينو څخه يې دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت د علمي ارګانونو له ډلې تر ټولو مهم وباله او د هېواد د علمي کچې لوړولو لپاره يې پر هڅو ټينګار وکړ.