افغانستان

مولوي عبدالکبیر: افغانستان د ملت او حکومت ګډو هڅو ته اړتیا لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو غونډو کې د اسلامي امارت له یو شمېر مسولینو، علماوو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
مسولینو او علماوو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پوښتنې ترڅنګ هغه ته د خپلو چارو په اړه معلومات ورکړي.
همداراز قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي. قومي مشرانو او علماوو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کار د پیل او د هغه د ښې روغتیا له امله خوښي څرګنده کړه او ویلي يي دي، د قومونو د راټولولو او د خلکو د وړاندېزونو د اورېدو په برخه کې د اسلامي امارت د سیاسي معاونیت هڅې اغېزناکې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، افغانستان د شریک کور په توګه د ملت او امارت ګډو هڅو او زيار ته اړتیا لري.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د چارواکو او مسولینو هلې ځلې ستایلي او ویلي يي دي؛ ټولې ادارې دې د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې خلکو ته د خدمت کولو لپاره خپلې هر اړخيزه چارې ګړندۍ کړي، څو د افغانانو ستونزې پر وخت حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *