افغانستان

مولوي عبدالکبیر: د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې پربنسټيزو پروژو کار وشي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې وویل، چې د ټولو ادارو تمرکز باید د هېواد د اقتصاد پر پیاوړتیا او بنسټيزو پروژو پر تطبیق ورټول وي.
د ارګ له خوا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د اقتصاد وزارت سرپرست خپل کاري راپور له مولوي عبدالکبیر سره شریک او د راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات ورکړل.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې حنیف وویل، چې د روان کال تر پایه یې د تلپاتې پراختیا، اقتصادي ثبات او بشري مرستو د تنظیم لپاره په خپل کاري پلان کې اساسي پروګرامونه ځای پرځای کړي، چې په پلي کولو سره به یې ښې پایلې ترلاسه شي.
د سرچینې په وینا، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر وویل، چې د ټولو ادارو تمرکز باید د هېواد د اقتصاد پر پیاوړتیا او د بنسټيزو پروژو پر تطبیق ورټول وي، ترڅو عامو خلکو ته یې ګټه ډېره وي.
مولوي عبدالکبیر زياته کړه، چې اسلامي امارت د اقتصادي پیاوړتیا، د بنسټونو د رغولو، له لوږې او فقر سره د مبارزې په آزمویښت کې قرار لري، چې باید ترې بریالی را ووځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *