افغانستان

مولوي عبدالکبیر د همالیا ټرانس فورم په غونډه کې ګډون کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په کابل کې د چین له سفیر سره کتلي دي.

په دې ناسته کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د همکارۍ نیت لري او د دواړو لوریو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د ژاو شینگ په وینا، چين په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کوي.

په دغه ناسته کې ښاغلي شینګ په چين کې د جوړېدونکې همالیا ټرانس فورم په غونډه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

مولوي عبدالکبیر د چین له هراړخیزو مرستو په مننې ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعاله ونډه ولوبوي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د سوداګرۍ او صنعت وزیر هم تاتارستان ته د اسلامي نړۍ او روسیې د اقتصادي فورم د ۱۵مې ناستې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button