افغانستان

مولوي عبدالکبیر: نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې د افغانـانو زیانـونه جبـران کړي

شریعت: اقلیمي بدلون، چې یوه نړیوال ګواښ بلل کېږي، افغانستان هم د دغه نړیوال ګواښ له بدو پایلو څخه د نړۍ د اغېزمنېدونکو لومړیو ۸ هېوادونو په ډله کې راځي.
په همدې بنسټ د نړۍ د هېوادونو تر منځ د یو ګډ تفاهم د رامنځ ته کولو لپاره د لوړو
زده کړو وزارت له لوري په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون درې ورځينی نړیوال کنفرانس پیل شوی، چې د کور دننه او بهر څخه د دې برخې راغلیو څېړونکو او کارپوهانو په کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال، د لوړو زده کړو وزیر او د اسلامي امارت د کابینې نور لوړپوړي چارواکي هم د دې کنفرانس د پیل غونډه کې ګډون کړی و.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې دا نړیوال کنفرانس د اقلیمي بدلون له بدو پایلو څخه د افغانستان زیانمنېدو ته د نړۍ د پام رااړولو لپاره ګټور ثابتدای شي.
هغه پر نړیوالو هېوادونو او بنسټونو غږ وکړ، چې د اقلیمي بدلون د اغېزمنېدو په تړاو د دې د افغانستان په اړه خپل مسئولیت اداء کړي.
نوموړي زیاته کړه: ((پر نړیوالو باندې هم غږ کوو بالخصوص په صنعتي هېوادونو، چې د افغانستان د دغه اقلیم او هوا په رابطه باندې هغه مسئولیتونه راجع دي، د دې ضرر په مخنیوي کې خپل مسئولیت اداء کړي)).
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دغه راز د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په حواله وویل، چې د اقلیمي بدلون د دغو ضررونو په نتیجه کې څه باندې یو میلیون کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
نوموړي د خپلو خبرو په اوږدو کې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه په څرګندو ټکو وویل:((د دوحې د راتلونکې احتمالي ناستې هدف همدا دی، د نړۍ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې څنګه له اسلامي امارت سره د ښه تعامل لاره جوړه کړي)).

مولوي عبدالکبیر وویل، چې دوی هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند کول غواړي، تر څو وکولی شي د اقلیمي بدلون په څېر له نړیوالو ګواښونو د خوندیتوب لپاره په ګډه کار وکړي.

د هغه په خبره، د اقلیمي بدلون د مخنیوي او بدو اغېزو څخه د افغانستان د خوندیتوب لپاره اسلامي امارت د قوشتپې کانال په څېر د سیمې په کچه لویې پروژې تطبیق کړې او زیاته یې کړه، چې په همدې موخه د امیرالمؤمنین په امر د افغانستان د ولایتونو په ټولو ولسوالیو کې د اوبو لوی او واړه چیک ډېمونه جوړېږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان له خلکو هم وغوښتل، چې د اقلیمي بدلون د بدو پایلو پر وړاند د مسئولیت احساس وکړي او له دولت سره د ځنګلونو په تقویه او د شاړو ځمکو په ابادولو او کرنیزو کولو کې مرسته وکړي.

دغه راز د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم دغې غونډې ته وویل، چې د نړۍ زورواکو پر افغانستان او د افغانستان په څېر بېوزلو هېوادونو باندې د سیاسي او اقتصادي ظلمونو تر څنګ د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم ظلمونه کړي او د اقلیمي بدلون بدو پایلو ته یې یوازې پرېښودي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې دغه هېوادونه دې د اقلیمي بدلون د اسبابو له پیاوړي کولو لاس واخلي.

مولوي ندیم څرګنده کړه، چې د دغې چارې د مخنیوي لپاره دې لږ تر لږه په ځمکه کې له شته طبیعي زېرمو په سالمه بڼه ګټه واخیستل شي.

هغه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې له نړیوالو صندقونو وغوښتل، چې د اقلیمي بدلون له بدو  پایلو څخه د خوندیتوب لپاره دې د افغانستان د لاسنیوي په موخه د دوی حق ورکړي.

د یاد وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه هم په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل، چې د همدې کنفرانس له لارې په دې برخه کې د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره غږ پورته کوو.

هغه ټینګار وکړ، چې د نړۍ په سطح د بشریت د ګواښ لپاره د اقلیمي بدلون په څېر ستر ګواښ یوازې په تشریفاتي بڼه تر بحث لاندې نیول کېږي خو په خبره یې نړۍ دې له دا ډول موضوعاتو سره تشریفاتي چلند نه کوي او د عامه انسانیت پر وړاندې له دغسې سترو ګواښونو پر وړاندې کوټلي عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي خیرخواه څرګنده کړه، چې دا د اسلامي ثقافت ویاړ دی، چې د اقلیمي بدلون او دې ته ورته بشري موضوعاتو کې یوازې شعارونه نه ورکوي؛ بلکې د عمل له لارې د بشریت پر ژغورلو امر کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وویل، چې که څه هم افغانستان د اقلیم په بدلون کې ډېر کم رول لري، خو له بدو اغېزو یې سلګونه افغان کورنۍ زیانمنې شوي دي.

هغه د سرطان، تنفسي او ورته ناروغیو ډېرېدل د اقلیمي بدلون د بدو پایلو له امله وبللې او زیاته یې کړه، چې د دغو نارغیو سربېره میلینونه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رئیس روح الله امین هم د اقلیم په بدلون کې د نړۍ لوی صنعتي هېوادونه پړه وبلل.

د ده په وینا، ځکه چې د ګلخانه یي غازونو د تولید ستر تولیدوونکي دي.
د ښاغلي امین په وینا، په داسې حال کې چې افغانستان د ګلخانه یي غازونو په تولید او د ځمکې د تودوخې په لوړولو کې تر ټولو کم رول لري خو بیا هم د دغه ګواښ له زیانه خوندي نه دی.

هغه وویل چې د چاپېریال ساتنې ادارې د ۶۰ کلن تحقیق پر بنسټ په افغانستان کې د دغې مودې په اوږدو کې په منځني ډول تودوخه ۲.۸ درجې لوړه شوې ده.

نوموړي په ګڼو ولایتونو کې د سږني خاورینو طوفانونو په اړه وویل: ((دا اصلاً بهرنۍ موضوع ده، چې له زیان او بدو پایلو یې مونږ هم متحمل یو او لا هم متحمل کېږو)).

د اقلیمي بدلون ادارې رئیس وویل، چې په افغانستان کې د دغه نړیوال خطر سره د ښې مبارزې لپاره ادارې، په پوهنتونونو کې د پوهنځیو ایجاد او ګڼې بنسټونه را منځه ته شوي او زیاته یې کړه، چې کولی شي په دې اړه د نړیوالو صندقونو لپاره طرحې جوړې کړي.

دې کنفرانس ته له مالیزیا څخه راغلي د پوهنتون استاد ډاکټر جانټن نیالي وویل، نه ښایي چې افغانستان دې څو لسیزې په جګړو له سوزېدو وروسته د اقلیمي بدلون د بدو پایلو ښکار شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره په کار ده چې ګډ کار وکړو. ډاکټر نیالي وویل، چې افغان حکومت د دغه ګواښ له زیان څخه د خپل ولس د خوندي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري او دا افغانستان ته خیرات ورکول نه دي؛ بلکې د دغه هېواد خپل حق دی.

د یمن څخه د غونډې ګډونوال او د پوهنتون استاد ډاکټر حامد الشنجي وویل، چې د اقلیمي بدلون یو بده پایله او ستونزه د اوبو کمښت دی، چې اوس ورسره ټوله نړۍ مخ ده او په خبره یې راتلونکې نړیواله جګړه به هم د اوبو پر سره وي.

پر همدې بنسټ د افغانستان دننه د اوبو د کمښت ستونزې هوارولو لپاره په دغه هېواد کې نوموړي کس د اوبو د مدیریت لپاره د یوې طرحې له جوړولو خبر ورکړ، چې په وینا یې، د اسلامي امارت له مشرانو سره به یې شریکه کړي.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *