افغانستان

مولوي عبدالکبیر: پر افغانستان فشار واردول پايله نه ورکوي

د رياست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير په افغانستان کې د انګلستان له سرپرست سفیر رابرټ چارټرټن ډکسن سره په کتنه کې وویل چې پر افغانستان فشار واردول پايله نه ورکوي او بايد مسايل د تعامل او خبرو له لارې حل شي.
یاد معاونیت پرون پر خپله اکس پاڼه ليکلي، دغه کتنه چې وړمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه پکې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي هم ګډون درلود. د سرچینې په خبره ډکسن په دغه کتنه کې وویل چې بريتانيا د افغانستان دوست او په دې هېواد کې د امنيت او ثبات غوښتونکی دی.
نوموړي همدارنګه وويل چې د افغان حکومت له لوري د بريتانوي وګړو ازادول د خبرو لپاره ښه فرصت رامنځته کړی او بريتانيا به د هرات ولايت زلزله ځپلو او همداراز راستنېدونکو کډوالو سره هم مرستې وکړي.
هغه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو برابر شوی راپور جامع وباله او ویې ويل چې دې راپور د افغانستان لپاره يو ښه فرصت رامنځته کړی او کولای شي له نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکو ته وده ورکړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال په یاده کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت له انګلستان او د نړۍ نورو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.
مولوي عبدالکبیر همدارنګه وویل چې د بهرنيو هېوادونو وګړي کولای شي افغانستان ته سفر وکړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ بېرته ګرځولو د غوښتنې ترڅنګ وويل چې په بهرنيو هېوادونو کې د ځينو کسانو او کړیو له لوري د اسلامي امارت پر ضد منفي تبليغات په افغانستان کې د شته وضعيت خلاف دي او موږ د نړۍ له هېوادونو څخه غواړو، چې خپل استازي افغانستان ته واستوي، ترڅو دلته په مختلفو برخو کې مثبت تصوير له نږدې وويني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *