افغانستان

مولوي عبدالکبیر: په ټول هېواد کې مو د متوازنې پراختیا لپاره هڅې پیل کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هېواد کې د بیات قوم له مشرانو، علماوو او ځوانانو سره لیدنه کړې.په دې لیدنه کې د بیات قوم مخورو او علماوو د اسلامي امارت له مشرانو او چارواکو څخه په مننې ویلي، چې د اسلامي امارت دروازې تل د ولسونو پر مخ پرانیستې او خپل وړاندېزونه او غوښتنې يې د حکومت له رهبرۍ سره شریکې کړې دي.یادو قومي مشرانو او علماوو زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له لوري د ودانېزو پروژو پیل د هېواد ښه راتلونکې تضمینوي چې له امله یې افغانان خوښ دي.
مولوي عبدالکبیر افغانستان د افغانانو ګډ کور یاد کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغانانو د مساوي حقونو پر بنسټ هڅه کوي په هره برخه کې متوازن انکشاف رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام د ټولنې له منځه را ټوکېدلی او دا مهال د اسلامي شریعت نافذول، د افغانستان ودانول او پرمختګ يې ستره موخه ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بیات قوم مخورو او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې وړاندېزونه به یې له اړونده ادارو سره شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *