افغانستان

مولوي ندا محمد ندیم: هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې ځوانان په ډلو ټپلو ووېشي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پوهنتون کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د عالم، پوهنتون استاد، محصل او طالب العلم تر منځ بايد هېڅ ډول توپير نه وي.مولوي ندا محمد ندیم د یاد پوهنتون استادانو ته د هر ډول ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، موږ هڅه کړي چې د لوړو زده کړو په برخه کې نوي نوښتونه او لا ډېر کار وکړو او اوس مو هم په هېواد دننه د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې په لار اچولې دي.نديم وویل، دنيا هڅه کوي، چې د ځوانانو فکرونه تخريب او په موجوده نظام يې بې باوره کړي، خو دا د استادانو مسوليت دی، چې د ځوانانو د فکري انسجام او اطاعت لپاره ډېر کار وکړي.
هغه دغه راز وویل، چې دلته هېڅ ډله شتون نه لري بلکې؛ يوه سالمه اسلامي رهبري او قيادت موجود دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ځوانان په ډلو ټپلو ووېشي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې دا هېواد ډاکټر، پيلوټ او انجنير ته ضرورت لري، تاسو باید د خپلو ولسونو ارمانونه پوره کړئ.
ورته مهال د یاد ولایت والي مولوي عبدالله مختار وویل، اسلامي امارت د مسلکي کادرونو روزنې ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده، د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم د پکتیکا پوهنتون له تدریسي، ادارې له چارو هم لیدنه وکړه او دغه پوهنتون یې یو بډایه پوهنتون یاد کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *