
مونږ ولې د اندلس تاریخ مطالعه کوو؟ لومړی برخه
د اندلس تاریخ ځکه مطالعه کوو، چې د اندلس تاریخ د اتو سوو کلونو څخه زیات یو اسلامی تاریخ
نوم ورکی مجاهد!
د اندلس تاریخ ځکه مطالعه کوو، چې د اندلس تاریخ د اتو سوو کلونو څخه زیات یو اسلامی تاریخ دی.
د ۹۲ هـ څخه تر ۸۹۷ هـ پورې ، یعني اته سوه پینځه کاله د اندلس تاریخ یو اسلامی تاریخ دي ، نو دا به عجیبه وي، چې مسلمانان په دغه اسلامی تاریخ چې د اته سوه کلونو څخه ېې زیات دوام کړی؛ پوه نشي . او بله دا چې د اندلس تاریخ زیاتې تاریخي دورې لیدلي دي او ډیرې تاریخې دورې پکې ښکته او پورته شوي دي، نو دا الله تعالی ( جل جلاله ) قانون په اندلس کې ښکاره دی، ځکه چې په اندلس کې زیات خلک لوړو پوړیو ته رسیدلي او زیاتو خلکو پکې سقوط او شکست خوړلی د اندلس په تاریخ کې قسم قسم خلک تیر شوي دي چې په هغوي کې زړور مجاهدین ، بیریدونکي او ډارن خلک ، د خپل ځان او وطن سره امانتداره او د خپل ځان او وطن سره خیانت کوونکي خلک هم پکې تیر شوي دي ، نو پې له شکه چې ددغه تاریخ لوستل د مسلمانانو لپاره ډیر ګټور دي .
اوس وګوری چې څو نفرو د برباط د درې په اړه اوریدلي دي ، په داسې حال کې چې هغه د اسلام د جنګونو څخه یو ډېر مهم جنګ دی ، چې په هغه کې اندلس فتحه شو او دغه جنګ د یرموک او قادسیې له جنګونو سره مشابهت لري او یا د طارق ابن زیاد ( رحمه الله ) له خوا د کښتیو سوځولو حقیقت لري او که هسې یوه خیالي خبره ده ؟ زیات خلک ددې کیسې په حقیقت او تفصیلاتو باندې نه پوهیږي ، عبدالرحمن الداخل ( رحمه الله ) څوک دی ؟ او تاریخ پوهان څومره هغه پیژني؟ په داسې حال کې چې زیاتره مورخین وایی چې که عبدالرحمن الداخل ( رحمه الله ) نه وايي ، نو اسلام به په هم هغه زمانه په اندلس کې په کلي شکل ختم شوی وو او عبدالرحمن ناصر رحمه الله څوک دی ؟ هغه په منځنیو پیړیو کې د اروپا د لویو پاچاهانو له جملې څخه دی ، هغه څنکه دغې درجې ته ورسېد ؟ او څنګه په خپل وخت کې د نړۍ د لویو قدرتمندو څخه ګرځېدلی وو ؟ د ذلاقه جنګ سر لښکر یوسف ابن تاشفین ( رحمه الله ) څرنګه نشأت وکړ او په څه ډول ېې خلک د جهاد د زنده ګی سره اشنا کړل او څرنګه ېې د مسلمانانو د حاکمیت ساحه پراخه کړه ؟ د ابوبکر ابن عمر لمتونی ( رحمه الله ) نوم چا اوریدلی دی ؟ دا هغه مجاهد دی چې په کوښښ سره ېې د (۱۵) څخه زیات افریقايي هیوادونه د اسلام په مبارک دین کې داخل شول .
د موحدینو د دولت په اړه او دا چې دغه دولت څرنګه سر اوچت کړ ، څوک پوهیږي ؟ د قرطبې د مسجد نوم چا اوریدلی دی ؟ هغه چې د نړۍ یو لوی مسجد و او په کلیسا بدل شو او تر ننه پورې په هماغه حالت باقی پاتې دی، د اشبیلې د مسجد په اړه چا اوریدلي دي ؟ د قرطبې د پوهنتون او د امویه کتابخانې نوم چا اوریدلی دی ؟ د الزهره د ماڼۍ او دالزهره د ښار نوم چا اوریدلی دي ؟ او د الحمراء د ماڼۍ نوم چې تر اوسه پورې په هسپانیه کې د سیاحت له نظره ډیر غوره ځای حسابیږي او مسلمانان او غیرې مسلمانان ېې د لیدو لپاره ورځي ، چا اوریدلي دي ؟ د العقاب د جنګ په باره کې مو اوریدلي دي ؟ په هغه کې مسلمانان سره ددې چې د شمېر له لحاظه زیات وو خو د لوی شکست سره مخ شول .، بالکل داسې لکه د حنین جنګ چې د تیر څخه راګرځیدلي وي او د العقاب په جنګ کې بیا تکرار شوی وي ، تاریخ پوهانو لیکلي چې ددغه جنګ څخه وروسته په اندلس کې یو نیک مسلمان هم د جهاد لپاره نه تر سترګو کیده ، ځکه چې په دې جنګ کې د اتیا زرو څخه زیات مسلمانان شهیدان شول .
اندلس څرنګه سقوط وکړ او د سقوط عوامل ېې څه وو؟ او که چیرته هغه عوامل بیا تکرار شي ، بیا هم د مسلمانانو د سقوط باعث ګرځي ، کله چې په اندلس کې د اسلام لمر غروب وکړ، نو د همدې سره په یو وخت کې د اسلام ځلانده لمر په قسطنطنیه او شرقي اروپا کې راوخوت .
د بلنیسې فاجعه څه ده ؟ او څنګه پکې اتیا زره مسلمانان په یوه ورځ په قتل ورسیدل ؟ د اوبدې فاجعه څه ده ؟ او د بربشتر فاجعه څه ده او په څه ډول پکې څلویښت زره مسلمانان په یوه ورځ کې قتل شول ؟ او همدارنګه د بربشتر په فاجعه کې په څه ډول اویا زره مسلمانې پیغلې بندیانې شوي ؟ دغه ټول حالات په اندلس کې تیر شوي دي چې اوس په همغه قسم حالات په بوسنیا ، هرزه ګونیا او نورو اسلامي هیوادونو کې ګورو، چې تګراریږي .
د اندلس اته سوه کلن تاریخ یوه حقیقي سرمایه ده ، چې د علم، تجربو او عبرتونو څخه ډکه ده ، دا چې د ټولو پیښو بیانول دلته ممکن ندي ، نو د زیاتو معلوماتو د حاصلولو لپاره ضروري ده ، چې نوره پلټنه وشي او د اسلامي اندلس اته سوه کلن تاریخ چې د اسلامي څوارلس سوه کلن تاریخ یوه برخه ده ، په صحیح ډول مطالعه شي ، تر څو په څه چې باید ترسره شي او په هغه څه چې باید ځان ترې وساتل شي، پوه شو.
د اندلس له فتحې تر سقوطه پورې یعني له ۹۲ هـ یا د ۷۱۱ م څخه تر ۸۹۷ هـ یا ۱۴۹۲ م پورې د اندلس ټول اسلامي تاریخ له داسې پيښو څخه ډک دی ، چې د هغې په اړه د انسان ذهن ته ډېر سوالونه راځي، کوښښ کوو تر څو دغو سوالونو ته ځواابونه پيدا کړو.