
موږ نه ويل چې په اسلامي نظام کې به د هر مظلوم غم خوړل کېږي؟
مخکې تر دې چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم سي موږ به د ګڼو لارو څخه خلکو ته داسې فکر ورکوئ چې ګويا د اسلامي نظام راتګ د هر مسلمان په ګټه دی او په اسلامي نظام کې به د هر مظلوم غم خوړل کېږي او د هر ظالم مخه به نيول کېږي چې الحمدلله د اسلامي نظام د حاکميت څخه وروسته همداسې وسول او دادی لا هم همداسې کېږي.
په هېواد کې د هر اړخيزه او بې ساري امنيت تر څنګ په ډېرو برخو کې ولس ته اړين خدمات عرضه سوي او تر ډېره بريده د رعيت پر ټپونو د روغتيا پټۍ ايښودل سوې چې لويه بېلګه يې د جګړې ختم، د بيا جوړونې چټک اساسي کارونه، د هېوادوالو د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار کول او په هره برخه کې د هېواد خپلواکي او استقلال خوندي کول دي او د دې ټولو برسېره په هېواد کې د مظلومانو لاسنيوی هم تر ډېره بريده سوی،چې په ډاګه نمونه يې د هيواد په ګڼو ولايتونو کې د اوږد محبس څخه د مظلومو ښځو آزادول دي لکه په کابل، خوست او فراه ولايتونو کې چې هغه ښځې د نظام لخوا آزادي سوې چې د ظالمو خپلوانو لخوا د لسو څخه بيا تر شلو کلونو پورې پر ناحقه بنديانې سوې وې.
که دا غمخوري، بشر پالنه او د مظلومانو ژغورل نه وي نو غمخوري څه شي ته ويل کېږي؟ اسلامي نظام لکه منبع او هدف چي يې رباني او الهي دی اجراات يې هم همداسې مقدس او ډېر مهم دي؛ موږ په ډاګه وايو چې په اسلامي نظام کې د هر چا حق خوندي دی او په شعوري او آګاهانه ډول د هيچا حق نه ضايع کېږي ځکه د اسلامي نظام حاکميت د همدې لپاره وي چې په خلکو کې ديانت او عدالت پلی کړي او د ټولو هغو انسانانو مخه ونيسي چې په يو نه بل ډول په ټولنه کې نا امني، وحشت، بربريت او بې عدالتي خپروي.
په اسلامي نظام کې تل هدف د انسانانو ژغورنه وي بې له دې چې سيمه، ژبه، قوم او طبقاتي توپير په پام کې ونيول سي چې د تاريخ په اوږدو کې اسلامي نظامونو دا خبره په عمل کې هم په اثبات رسولې ده او دا دی اوس په افغانستان کې موږ د داسې مثبت حالت شاهدان يو.
که اسلامي نظام د خلکو په وړاندې مسئوليت لري خلک هم د خپل نظام په وړاندې مسئوليت لري ځکه نو موږ افغانان بايد د الله تعالی د شکر پر ځای کولو او د خپل مسئوليت د اداء کولو لپاره له دې نظام سره په هر ډګر کې مرسته او کومک وکړو او د نظام پوره سمبالښت او دوام د ځان دنده
وبولو.
مولوي نورالحق مظهري