دینې لیکنېلیکنې

موږ ولې د امام صاحب تقلید کوو؟

تقلید له قِلادةٌ څخه دی او قِلاده هار او امیل ته وایي!
د عایشه صدیقة رضی الله عنها څخه روایت دی چې زه په سفر تلم نو د خپلې خور څخه مې قِلاده{امیل} په قرض اخیستې و، هغه ورک شو، ددې حدیث څخه معلومیږي چې قِلاده هار او امیل ته وایې!
قلاده هار ته هم وایي امیل د ښایست شې او قلاده د غاړي پړي او رسۍ ته هم وایی!
غیر مقلدین د قلاده څخه د غاړي پړي او رسۍ اخلی او هار او امیل ورڅخه نه اخلي ددوی په زړونو کې مرض دی زړونو کې تور والی دی متشابه پسې ځې چې خطا معنا ورنه جوړیږي، مطلب ما د یو عالم هار غاړه کې اچولی او ځان مې ورباندې خایسته کړی، خپل طاقت مې نشته چې اجتهاد وکړم دومره علم نلرم چې دهري مسئلې دلیل معلوم کړم، چې اجتهاد هم نشم کولی او علم هم نلرم او تقلید هم ونه کړم نو څه به کوم؟ دوی یو سوال کوي چې ته د ابو حنیفه منې او که د محمدﷺ منې؟ العیاذ بالله زه د محمد ﷺ منم خو د هغه نه ما حدیث نه دې اورېدلی، په سترګو مې ندی لېدلي چې هغه عمل څنګه کوو، دا هرڅه ماته د چا په ذریعه را رسیدلي دي، هغه ذریعه چې ماته را رسېدلې ده هغې کې علما ډیر دي چا یو شان مطلب ورنه اخیستی او چا بل شان زه هغه منم چې امام ابو حنیفی ویلې ولیي منم ځکه چې اُصول راته د هغه معلوم دی چې د هغه اُصول د اجتهاد د نورو علماوو څخه زیات قوي دی او شرایط د حدیث د قبلولو کې سماع شرط ګڼي اودا هم وایې اعتبار قوت ته دی نه کثرت ته،مثلاً سل احادیث د یو په مقابل کې، یو حدیث کلک دی قوي دې، سند او متن کې مشکل نشته، ددې یو حدیث په مقابله کې سل حدیث دې سند کې کمزورتیا ده متن کې مشکل دي، دا یو منل کیږي دا سل نه منل کیږي که جمعه کېده نو جمعه به کوي کنه دا قوي حدیث به منل کیږي، قران دی، چې دهغې مقابله کې حدیث راغلې که سل وي که شل که جمعه کېده خو بهتره ده قران باندې به هم عمل راشي او حدیث باندې هم، کنه حدیث پریږده قران باندې عمل وکړه، قران وایې قران ولولۍ په لمانځه کې، احادیث وایې فاتحه ولولئ، دواړو باندې عمل وکړه، قران قطعی دي نو فاتحې او بل سورت لوستل فرض دي، دوهمه دا چې فاتحه ولولﺉ تخصیص د فاتحې کې احادیث راغلې دي، تعین د فاتحې واجب دې یعنې فرض عملې دې
په دواړو باندې عمل راغلو یو فرض یقنې شو بل فرض عملې شو، بیا امام مقتدي او منفرد ته دې کې بیا څه دې، نو هغې کې هم احادیث راغلې روایات هم شته په کې او د روایتونو جمعه په دې باندې جوړیږي چې هر سړي باندې ویل دې د فاتحې په ژبه ویل دې یا په زوره یا په خفیه، نو ویل د فاتحې د هغه چا لپاره دي چې امام یې نه نماینده کړې چې ته ځانته لګیا یې او هغه ځانته نو تا هغه په څه شي نماینده کړي او په شې دي هغه باندې اعتبار وکړو، د هغه قرات د مقتدي قرات دی نو په څه شې باندې ته د هغه قرات خپل کې، چې ته ځانته لګیا یې او هغه ځانته.
اوس ویل د فاتحې مقتدي امام او منفرد ته، نو مقتدي ته نشته او امام او منفرد ته ویل دي، نو په قران او حدیث دواړو باندې عمل راغلو، ددې نه غیر یعنې د امام صیب د قول نه غیر د بل یو امام په قول کې په دې دواړو باندې عمل نشته،نو تقلید د هار او امیل څخه دې د مسلمان ښایست او زینت د عالم په منلو کې دی، اوس دوه خبري دې : اول دا چې د دې یو منم او د بل نه منم، دوهمه دا چې کوم مې خوښ دې د هغه منم، که قوت او استعداد درکې د تللو د دلیلونو شته چې د امام ابو حنفیه دا دلیل دي او د امام شافعي دا دلیل دې دده دلیل کره او مضبوط دي دا منم د هغه دلیل راته کمزوري ښکاري هغه پریږدم پریږده بیشکه پریږده خرج نشته ورکې چې دا قوت او استعداد ولري او چې دا قوت او استعداد نلري چې دا دلیل کمزوري دې او دا قوي دې، او چې دا وایې ابن حزم ویلې چې د امام ابو حنفیه قول کمزوري دې ابن تیمیه ویلې کمزوري دي، او د امام شافعي قول قوي دي نو دا راته ووایه چې ابن حزم ابن قیوم ابن تیمیه رحمهم الله پیغمبران دې که خدایان دې؟ نو معلومه ده چې نه خدایان دې نه پیغمبران نو علما دې او د ابن حزم غوندي بل غټ عالم درته ښیم چې هغه ورته کره ویلې دي اوس به ته څه کوي؟
دا چې اوس غیري مقلدین وایي چې دا منم او دا نه منم نو دوي په خپل نفس او خواهش پسې روان دي، نو تقلید څه ته وایي؟ {تسلیم القول الغیر بلا دلیل:
منل د بل چا د قول بې دلیله} په دا بلا کې دا بې د چا سره لګوي دا بې چې تر څو بل پوري تړلې نه یې ددې معنا نه جوړیږي نو د تړلو الفاظ دوه تېر شوي یو تسلیم دې یو قول دی، نو د چا په زړه کې چې تور والی دی نو هغو د بلا دلیل د قول سره تړي یعنې دا قول یې بې دلیله دی او ته یې منې موږ وایو دا د تسلیم سره تړلې دې منل د قول د غیر بې د دلیل نه دقول د امام سره د لیل شته هغه عالم دی امام دی بې د دلیل نه به هغه څنګه خبره کوي سره د پوهې او سره د علم هغه سره دلیل شته خو زه یې چې منم ماد هغه نه د لیل ندې غوښتې نو تسلیم بلا دلیل دې نه قول بلا دلیل!
نو په دغه معنا تقلید دوه قیسمه دی: یو حسن جایز او ضروري دوهم قبیح ناروا ګناه یا شرک، کوم قول چې بې د دلیل نه دې اصلاً کې د هغه دلیل نشته، عقیده کې د بل منې نو دا د الله سره د حکم منلو کې بل شریکول دي نو شرک دي، اعمالو کې تقلید د غیر کوي نو ګناه کبیره ده چې دلیل یې نشته داسې قول چې دلیل یې نشته،.
دوهم تقلید حسن یا ضروري، د چا چې منې کامل عالم دي او کامل عابد هم دي نو دده قول منل ناپوهه او عامې دپاره ضروري دي،
څلور عالمان دي مثلاً د څلور واړو قول جلا دی : نو ته اوس د چا منې؟ چې نورو کې دې د چا منلې په دې قول کې هم د هاغه ومنه، ځکه ستا په هغه اعتبار دې نو چې اعتبار دې دې نو په دې قول کې هم هغه باندې اعتبار وکړه، کنه ته وایې چې هغې کې دهغه منم او بل کې د بل منم نو ته خپل نفس پسې روان یې، نو عجیبه نه ده چې غیري مقلدین د فتنو د وخت علماوو پسې ځې او د هغو خبرې مني خو د خیرالقرون د وخت علماوو پسې خبري کوي او هغو پسې تګ شرک ګڼې:
خلاصه دا چې د تقلید حسن کول ضروري او مهم کار دی او څوک چې تقلید نه کوي نو هغه په غلطه روان دی.

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *