افغانستان

میرویس ښارګوټي کې څه باندې سل جریبه ځمکه له غصبه ازاده شوه

عدليې وزارت ویلي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په کابل ښار کې د میرویس ښارګوټي څه باندې ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او دغصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو قضایاوو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پریکړې په اساس، د کابل په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څه باندې ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په ولسي جرکه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدرجان نعیمزوی یې د کابل په بګرامي کې د ځمکې د غصب په تور توقیف کړ.
پر نوموړي تور دی چې بګرامیو ولسوالۍ کې یې ځمکه غصب کړې خو د هغه د کورنۍ غړو رسنیو ته ویلي چې دوی دا ځمکه د شرعي قبالې په اساس اخیستې او ټول قانوني اسناد لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *