
میندې څنګه کولای شي خپل ماشوم ته قرآن زده کړي
میندې څنګه کولای شي خپل ماشوم له قرآن سره وتړي
له قرآن سره د ماشوم د تړلو له پاره میندو ته ۲۰ توصیې:
۱) چې کله جنین وي او لا دنیا ته نه وي راغلی نو قرآن لوله او یایې اوره.
۲) چې کله دنیا ته راغی او شیدې یې رودلې نو قرآن ته غوږ ږده او یا یې هم خپله اوره.
۳) د هغه په شتون کې قرآن لوله پدې سره هغه کې د تقلید حس بیداریږي.
۴) هغه ته یې خپل ځانګړی مصحف( قرآن کریم) ډالۍ کړه، ماشوم د تملک حس ډېر خوښوي.
۵) د قرآن د ختم په ورځ یې ورته محفل ونیسه.
۶) قرآني کیسې ورته واوروه.
۷) د لنډو سورتونو ځینې سیالۍ ورته جوړې کړه.
۸) د چاپیریال عناصر ورته له قرآن سره وتړه.
۹) د “دا کلمه به په کوم سورت کې راغلې وي” سیالۍ ورته جوړوه.
۱۰) قرآن یې په هرځای کې نږدې ملګری و ګرځوه.
۱۱) له هغو وسایلو سره یې و تړه چې د قرآن او قرآني علومو له پاره ځانګړي شوي دي.
۱۲) ښوونیزې سیډیانې، کېسټې ورته واخله.
۱۳) په کور، مدرسه او مسجد کې یې د سیالیو ګډون ته و هڅوه.
۱۴) د قرآن د تلاوت اواز یې ثبت کړه، یا ترې ویډیو واخله.
۱۵) د ښوونځي په پروګرامونو کې یې ګډون ته وهڅوه.
۱۶) قرآني کیسې ترې واوره او په ډېره مینه ورته غوږ ونیسه.
۱۷) د لمانځه امامت ته یې وهڅوه، په ځانګړې توګه نفل لمنځونه.
۱۸) د مسجد درس ته یې ولېږه.
۱۹) د قرآن په اړه یې پوښتنو ته اهتمام وکړه.
۲۰) د علم او پوهې له خاوندانو سره یې وتړه.
خپل اولاد ته دې قرآن ورزده کړه، قرآن به ورته هر څه ورزده کړي.